The news is by your side.

د م امنیت ريس د پاکستان بار د افغانستان په اوږو واچاوه

خبريال ویبپاڼه- څو ورځې وړاندې په کابل کې د څو هېوادونو د ملي امنیت د مشرانو ګډه غونډه جوړه شوې، له غونډې وروسته د هېواد د ملي امنيت مشر احمد ضيا سراج يو لړ څرګندونې وکړې چې د چارو د شنونکو له لوري مشکوکې څرګندونې وبلل شوې.

سراج پخپلو څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې شاوخوا لس زره بهرنۍ اورپکې موجودې دي چې د افغانستان ترڅنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم لوی خطر دی.

په افغانستان کې د څو هېوادونو د ملي امنیت د مشرانو د غونډې وروسته د سراج له لوري افغانستان نورو هېوادونو د تهديد يو ډک هېواد معرفي کول د شنونکو له سختو نيوکو سره مخ شوي دي.

د حالاتو څارونکي وايي دوه لسیزې کېږي چې افغانان دا هڅه کوي چې په نړۍ کې د پاکستان اصليت ثابت کړي کې دا هېواد د هر ډول تروريستانو دروزولو او شتون ځای دی خو اوس د ملي امنیت له لوري دا ډول څرګندونې په دې مانا راتلی شي چې افغانستان ان د پاکستان څخه هم د ترهګرو لوی پناه ځای دی.

شننونکي وايي د افغان حکومت مشران په دې هڅه کې دي چې نړيوال په یو ډول نه یو ډول دې ته قانع کړي چې د افغانستان څخه خپل نظامي ځواکونه ونه باسي، د شنونکو په خبره چې حکومتي چارواکو ددې موخې لپاره له هېڅ ډول ناسمې پرېکړې او کار مخ نه دی اړولی‌.

د پوهانو په خبره چې حکومت بايد د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو لپاره داسې مسلو ته لاس وانچوي چې هغه د افغانستان د نړيوالې ادعا البته ثبوت شوې ادعا خلاف وي، افغانستان لسیزې کېږي نړیوال په دې پوهول غواړي او پوهوي چې هر ډول تروریستي ډلې د پاکستان دننه روزل کېږي وسلې او چاودېدونکي مواد ورکول کیږي او وروسته افغانستان ته رالېږل کېږي.

خو د افغانستان د ملي امنيت ريس اوس دا څرګندونې کوي چې ورڅخه ډېر ناسم برداشت کېدی سي، ددې په ځاي په کار ده بهرنيانو ته د معقولي لارو دا قناعت ورکړل شي چې د افغانستان څخه په مسوولانه ډول ووځي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.