نجیبه فیض ولي د مزاحیه پروګرام کوربنه شوه؟
خبریال وېب پاڼه – دافغانستان نوموتې پښتنې تلویزونې ستورې نجیبې فیض په لمړي ځل د یوه ټوکیز یا مزاحیه پروګرام کوربه توب منلی دی.
نوموړې د (باډیز وید نجیبه) پروګرام تر نوم لاندي داسي یوه سله سله پیل کړې چې تر اوسه نه وه لدل شوې.
نجیبه فیض دا ځل له هرې تلویزوني شبکې سره تر تړونونو وړاندي پرېکړه کړې چې نور به په خواله رسنیو کې خپلو مینه والو ته داسي پروګراونه جوړوي چې معیار به یې نړۍ وال او د تلویزونونو پر کچه برابر وي خو نشرات به یې په خواله رسنیو کې وي.
اغلې فیض ددې کار لپاره یو یوټیوب چېنل هم جوړ کړی چې دم ګړی یې خورا زیات فالورز موندلي دي.
نجیبه فیض لمړنۍ افغان ارټیسټه ده چې د تلویزون د پردې په څېر معیاري ډرامې په یو ټیوب چېنل او خواله رسنیو خپروي.
د باډي وید نجیبه پروګرام چلونکې اغلې فیض خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د تلویزوني خپرونو خواله رسنیو ته را وړل یې په دې هدف کړي چې اکثره مېرمنې د تلویزوني خپرونو پر مهال د کور کاله په کارونو بوختيوي او پروګرامونه پر وخت نشي کتلای.
نومړې زیاتوي چې د هرې جمعې په ورځ دا یوه نوې ډرامه خپروي او دا سلسله به روانه وي؛ خو په چېنل کې به د پوهاوي او ساعتیري نوريوېډیوګانې هم شته وي.
نجیبه فیض دافغانستان د کندوز ولایت اوسېدونکې ده چې تر (۱۰۰) زیاتو پښتو او اردو ژبو ډرامو کې کار کړی او ځیني فلمونو کې هم ستورې پاتې شوې ده.
نجیبه فیض لیکوال؛ ژورنالیسته او د تلویزوني خپرونو کوربنه هم پاتې شوې ده چې په افغانستان کې مشهرو پروګرامونه تر شا پرې ایښي دي.
نوموړې بي بي سي پښتو او خبریال وېبپاڼې ته لیکنې هم کوي او تر ډېره بریده یې لیکنې د ښځو د ستونزو او ټولنیز مسایلو سره تړاو لري.
د نوموړې په اوسني یوټیوب چېنل هم دم ګړی ډېر پام د ښځو ستونزو ته د ټو کو ټکالو په ژبه شوی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.