The news is by your side.

پیښور کې د افغان کډوالو د ښوونځيو د تړلو تر شاه خطرناک پلان

خبريال وېبپاڼه- په پېښور کې بيا د افغان کډوالو د ښوونځیو په وړاندې خنډونه جوړ شوي دي او د مزاحمت اؤ امکاناتو د کمولو له لارې هڅه کېږي چې دا ښوونځي په داسې شکل وتړل شي چې پړه يې هم بېرته په افغانانو او ددې ښوونځيو په ښوونکو ورواړول شي.

اوس مهال په پېښور کې ډېری افغان کډوال په دې ښوونځیو کې زده کړې کوي، خو تازه دوی ته دا وېره پيدا شوې ده چې هسې نه ددوی ښوونځي وتړل شي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د حقوقو مدافعین وايي چې ددې کار تر شاه ځينې ناوړه موخې شتون لري، ددوي په خبره په دې ښوونځیو کې تقريباً ۴۵ زره افغان کډوال زده کړې کوي، که دا ښوونځي تړل کېږي نو دا کډوال به مجبور کېږي نورو لارو چارو ته موخه وکړي.

د چارو ماهرین وايي چې پاکستان کې ځینې خاصې کړۍ هڅه کوي دا ښوونځي وتړي او افغان کډوال ماشومان بې سرنوشته کړي او وروسته یې د خپلو موخو لپاره وکاروي.

د کډوالو د حقوقو مدافعین وېره لري چې د ښوونځيو د تړلو په صورت کې به دا ماشومان بې سرنوشته شي او يا به هم مدرسو ته تګ ته مخه کړي چې چېرته چې هم ډوډۍ ورکول کېږي او هم ورته نور افکار واردېږي.

په هېواد کې دننه د چارو شننونکي وايي چې پاکستان ددې کار تر شاه ډېرې ناوړه موخې لري، د يوې خوا دوی غواړي دا ماشومان د ښوونځيو لرې کړي د بلې خوا دوی وه نور پلانونه لري، د شننونکو په خبره چې پاکستان غواړي په دوی د ښوونځي دروازې وتړي او بیا هغه مدرسو ته په لېږلو مجبور کړي کوم چې د پوځ تر کنټرول لاندې دي.

د ماهرینو په خبره چې پاکستان په افغانستان کې د يوې نوې ګډوډۍ پلان لري او له همدې کبله غواړي ددې ګډوډۍ يوه برخه همدا ماشومان جوړه کړي، پاکستان غواړي دا ډول ماشومان د طالبانو ليکو ته دننه کړي او وروسته یې بېرته افغانستان ته راولېږي.

افغانستان ته د طالبانو رالېږل اوس د بل هر وخت په نسبت زيات شوي دي، دا چاره ان تر هغه په مخ تللې ده چې په دې هېواد کې ځینې طالبانو ته ويل کېږی چې د افغانستان ډېری ولایتونه فتح شوي دي اوس کولی شي افغانستان ته ولاړ شئ.

تېره ورځ د هېواد ملي امنيت هغه ډله طالبان ونیول چې تازه له پاکستان څخه کندهار ته راغلي و، دغه طالبانو پخپل اقرار کې ویلي دي چې دوی ته په پاکستان کې ويل شوي و چې ولاړ شي کندهار ته هغه ولايت فتحه شوی او د طالبانو په لاس کې دی.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.