The news is by your side.

ولسمشر له وخته مخکې د واک پرېښودو شرط اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه- د افغانستان حالات په داسې يوه مرحله کې دي چې د ځينو پرېکړو او ځینو جدي بدلونونو اړتيا ليدل کېږي.

د هېواد د رهبریت سرنوشت هغه څه دی چې اوس ورباندې د افغانستان د ننه په سيمه او نړۍ کې خبرې او بحثونه کېژي، کله چې د هېواد په رهبرۍ بحث کېږي نو بدون له شکه چې مرکزيت یې اشرف غني ته راجع کېږي.

په جګړه کې د طالبانو برلاسي، د افغانستان د جګړې اوږدېدل او په دې ډول ورسره د نړیوالو علاقه کېدل په ټوله کې په سيمه او نړۍ کې روان بدلونونه ددې سبب شول چې د افغانستان د رهبریت او مشرۍ د سرنوشت په هکله جدي بحثونه او پرېکړې وشي.

اوس مهال چې د افغانستان د سولې او جګړې خبر د اشرف غني د چوکۍ بدلېدل غواړي غني د قربانۍ لپاره تياري نه ښيي.

ولسمشر غني په دې اړوند په خپله وروستۍ مرکه کې په دې هکله بحث له وخته مخکې وباله په اصل کې هغه نه غوښتل په دې اړوند خبرې وکړي که نه په دې ښه پوهېده چې د بحث اصلي وخت همدا دی.

د ولسمشر غني څخه د بي بي سي انګریزي څانګې لیزدووسیت په خپله مرکه کې دا پوښتنه وشوه چې که په افغانستان کې خبره تر اوربنده ورسیږي نو ايا له وخته وړاندې ټاکنو ته تيار دی، ښاغلي غني په ځواب کې وويل چې هو، خو زياته يې کړه چې که واک سپاري نو صرف د ټاکنو له لارې به يې سپاري.

شننونکي وايي چې کېدی شي د اوربند په شرط اشرف غني مخکې له وخته ټاکنې ومني خو دا ټاکنې به دده تر تاثیر لاندې وي.

په هېواد کې د سولې د خبرو څارونکي بيا وايي چې د اشرف غني دا تياری ډېر بد نه دی، ځکه ښاغلی غني د استعفا نيت نلري او د افغانستان ګټې هم په دې وخت کې د هغه استعفا نه ايجابوي خو که اوربند کېږي او بلاخره سوله راځي نو د وخت مخکې ټاکنو ته تلل معقوله لاره او وړانديز دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي، خو په دې هکله جدي شکونه موجود دي چې طالبان دې په افغانستان کې د ولسواکۍ بنسټیز اصل يانې ټاکنې ومني.

وسله وال طالبان په ښکاره دا وايی چې د خلکو ارادې او خوښې ته درناوی لري خو په عمل کې بيا خلک هغه ګنهګاران ګڼې کې فکر کوي دوی یې د سوټي او کوتک په زور د اصلاح لپاره د خدای ج له لوري را استول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.