The news is by your side.

۵ هغه لاملونه چې ولې تاسو يوازيتوب ته اړتيا لرئ!

خبريال وېبپاڼه: يوازیتوب چې يو ډير بد عدت دی، خو بيا هم ډير خلک په دې مرض اخته وي، ځکه هغوي له ډيرو خلکو ناهيلي شوي وي، يا زړونه يې مات شوي وي.

ډير ځله انسان د روانې ناروغ پشان يوازيتوب خوښوي چې دا يو ډير بد عدت دی، کیدی چې په ژوند کې هيڅ کومه ستونزه ونه لري، او نه هم ناهيلی شوی وی، خو بيا هم ډير داسي خلک شته چې د خلکو منځ کې يې زړه تنګيږي.

بل دا چې بايد خلک په يوې داسي ټولنه کې اوسيږي چې هغوي ته د خپل ځان څخه په ټيټه سترګه ګورو او وايې چې دا خلک زما وړتيا نه لري حال دا چې هيڅ يو انسان د بل انسان څخه غوره والی نه لري.

دلته پنځه هغه عوامل ولولئ چې ولې بايد يوازيتوب ته غاړه کيږدئ!

۱: کله چې هرڅه د پخوا پشان پاتي نه شي، که له يو چا سره مو ډيره پخه اړيکه لرله او منځ کې مو بيلوالی راغلو، يا هم خلک درسره د پخوا پشان مينه او محبت نه کوي.

نو، دا غوره وګڼئ چې يوازيتوب غوره کړئ نه د ټول وخت لپاره کیدی شي داسي يو وخت بيرته راستون شي چې هرڅه د لومړيو وختونو پشان دوام ومومي.

۲: د خوراکي توکو د خوړو لپاره هم ځيني خلک ددې لپاره يوازيتوب خوښوي چې پلان لري ترڅو هرڅه په خپله وخوري.

تاسو به هم تجربه کړي وي بعضي خلک شته چې د خوراکي توکو د ليدو پرمهال مروريږي او ځي او يوازې ځای کې کينی خو چې کله دا هرڅه وخوري بيا نو بيرته پخلا کيږي.

نو که چيري د ډيرو خوراکي توکو د خوړولو شوقيان ياست نو بيا د خوراکي توکو په وخت کې هم يوازيتوب ته اړتيا لرئ.

۳: که چيري د ژر غوسه کيدو عدت ولرئ، نو بايد په هغه مسايلو چې پوهيږئ چې تاسو غوسه کوي نو هغه ځای پريږدئ او داسي يو ځای ته ولاړ شئ چې تاسو پکې يوازې اوسئ ترڅو ذهن مو ارامه شي.

۴: که چيري څوک ستاسو په قدر نه پوهيږي او ستاسو بې احترامې کوي نو په داسي حالاتو کې هم يوازيتوب ته اړتيا لرئ.

۵: د فکر کولو وخت کې هم غوره وګڼئ چې يوازيتوب غوره کړئ ځکه که تاسو د ډير مهم څيز په اړه فکر کوئ نو غوره به دا وي چې يوازيتوب کې مو فکرونه وکړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.