انټوني:‌ای ایس ای له القاعده او طالبانو سره اړیکې پالي‌

خبریال وېبپاڼهله واشنګټن نه یوځل بیا داغږ را اوچت شو چې د پاکستان په پوځ کې ځیني کړۍ او پاکستاني‌استخبارات ( آی ایس آی ) له القاعده او طالبانو سره اړېکي پاليي.

دافغانستان د چارو سیاسي څېړونکی انټوني کورډزمن په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې واشنکټن په دې باور دی چې د پاکستان په پوځ کې دننه ځیني‌ کړۍ او پآکستاني استخبارات د طالبانو سره سره له القاعده شبکې سره اړیکي پالي.‌

نوموړي امریکا يي رسنیو ته په یوه تازه مرکه  کې زیاته کړې ده چې: « د امریکا انتظامیې ډېر کلک یقین درلود چې د پاکستان په پوځ کې ځیني خاص عناصر، په خصوص آی اېس آی، د طالبانو سره نږدې تعلقات ساتل او د القاعده سره یې هم ځینې تعلقات و، او دا باور دلته په واشنګټن کې د انتظامیې په بدلېدو سره به اوس بدل نشي

دا یوازي انټوني کورډزمن نه دی چې د پاکستان له پټې څېرې پرده اوچتوي؛ بلکه ډېری نور امریکا يي‌څېړونکي هم په دې عقیده دي‌ چې پاکستان د افغانستان په سوله کې ډېر رول نه دی لوبولی.‌

د وډرو ولسن تحقیقاتي مرکز یو څېړونکی مایکل کوګلمن بیا وايي چې پاکستان د افغانستان د امن په پروسه کې په کافي طور همکاري نده کړې، ځکه طالبانو هر وخت دا غوښتل چې له امریکا سره خبرو ته کښیني.

مایکل کوګلمن زیاته کړه: «امریکا د پاکستان نه غواړي په طالبانو فشار راوړي چې تشدد کم کړي، او دا کار ندی شوی. پاکستان د طالبانو سره ځیني خبرې اترې کړي دي، او شاید په دې کار بریالي شوي نه اوسي

که څه هم د حامد کرزي‌ د واکمني پر مهال دا هڅه زیاته وشوه چې امریکايي چارواکي په دې وپوهوي چې پاکستان په افغانستان کې مداخلت کوي‌ او طالبانو ته زمینه سازي‌کوي؛ خو د ځینو افغان شنونکو په اند د اشرف غني او امریکا يي‌چارواکو ترمنځ دا اړیکي په افغان حکومت کې دننه ځینو پاکستاني پلوه افغان چارواکو په هنر وشلول او او دا چاره کمزورې شوه.

تر دم ګړیه لا د امریکا اوسني حکومت د پاکستان په تړاو خپله ځانګړې تګ لاره نه ده اعلان کړې خو داسي بریښي چې ښايي د جوبایډن حکومت پاکستانیان تر سخت فشار لاندي را ولي څو افغان سولي ته لار پیدا شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More