The news is by your side.

سړی له ښځې څخه څه تمې لري؟

کله چې دوه نفره واده وکړي، خو سره له دې چې د دوى په منځ کې په يو بل باندې يې حقوق فرض کېږي،ګډ ژوند د مسوليتونو او سپارښتنو پيل هم ده. انسان چې کله واده وکړي نو بايد ځان کې ډېر بدلون راولي.د بېلګې په ډول شايد تاسې پخوا چې کله له کور څخه وتلى نو کله به مو مور باندې غږ وکړ او کله هم نه، بس همداسې وتلۍ او هر هغه ځاى به چې ستاسو خوښ وه تللى. خو کله چې مونږ واده وکړو نو پر دې عمل کې مو توپير راځي او تر څه دمخه بايد په هر کار کې د خاوند اجازه ولرئ. او د خوشحاله ژوند راز هم په همدې کې ده،چې مونږ تل د يو بل نظر پوښتنه وکړو،د يو بل څخه مشوره واخلو او يو بل په هر حالت کې درک کړو.

دا چې سړی په ګډ ژوند کې له خپلې ښځې څه تمې لري په دې لیکنه کې یې راسره ولولئ:

۱ـ ستاینه

هر سړی دا خوښوي، چې ښځه یې د هغه ستاینه وکړي، او د ښځو لپاره هم دا کار ستونزمن نه دی، کله چې مو مېړه کوم ښه کار کوه، نو د هغه کار ستاینه یې وکړئ، او داسې خبرې وکړئ، چې تاسې د نړئ تر ټولو خوشبخته ښځه یاست. په دې کار سره سړي ډېر خوشحاله کېږي، ځکه هر سړی غواړي د خپلې ښځې په مخ کې یو پیاوړس او بې مثاله کس اوسی.

۲ـ درناوی

د سړیو بل خاصیت دا ده، چې هغوی د احترام او درناوي تږي دي. شاید تاسې به پر دې نه پوهېږئ، چې سړي د ښځو څخه د مینې نه ډېر د درنلوی تمه لري. نو ښځې دې تل د دې کوښښ وکړي، چې د خپلو سړیو احترام او درناوی وکړي.

۳ـ تشویق

یو سړی دا خاصیت لري، چې تشویق شي، دا غواړي چې د هر هغه کار په مقابل کې یې ښځه دا تشویق کړي، چې د خپلې کورنۍ او اولادونو لپاره یې ترسره کوي.

۴ـ ارزښت ورکول

لکه څنګه چې هره ښځه دا غواړي چې مېړه یې ورته ارزښت ورکړي، هر سړی هم د ده تمه لري، چې ښځه یې ورته ارزښت ورکړي.

تل له دوی څخه د هر کار په تر سره کولو کې اجازه واخلي، پرته د مېړه له خوښې یې بهر لاړه نه شي، د مېړه کورنۍ غړو ته یې په درنه سترګه وګوري، او د خپل خاوند خیال وساتي.

هغه ښځې چې د دې څخه ګیله کوي، چې زمونږ مېړونه زمونږ پروا نه لري او یا هم مونږ ته ارزښت نه راکوي، شاید مېړونو خوی او عادتونه یې له نورو سړیو څخه توپير ولري، دا ضرور نه ده، چې ستا مېړه هم باید بالکل ستاد د خور د مېړه په څېر اوسي.

په کوم ژوند کې ښځې خپل خاوند له نورو سره پرتله کړ، او سړي د خپلې ښځې عادتونه له نورو ښځو سره پرتله کړل، هغه ژوند بیا رنګ او خوند نه لري.

تل لومړی د خپلو ښځو او مېړونو په خوی او عادت ځان پوه کړئ، او بیا د ده کوښښ وکړئ، چې په پورته ذکر شویو لارو یې زړه ته لار پيدا کړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.