The news is by your side.

ضعيف د بين الافغاني خبرو د ځنډ اصلي لامل ښکاره کړ

خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ په دوحه کې د ډېر ځنډ وروسته د حکومت او طالبانو استازو غونډه وشوه، دا غونډه وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د خبرو مېز پرېښود او د سيمې هېوادونو ته په سفر ولاړل.

د افغانستان حکومت په طالبانو تور لګاوه اوس يې هم لګوي چې ددې په ځاي چې په دوحه کې کېني، د سولې خبرې پرمخ يوسي او په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره يو څه وکړي دوی د سیمې په سفر بوخت دي او د خبرو مېز یې ترک کړی دی.

افغان حکومت همدارنګه په طالبانو تور پورې کړ چې د سولې د خبرو په ځای د سيمې په هېوادونو ګرځي او ځانته د سياسي ملاتړ د جلب کولو هڅې کوي.

خو طالبانو ته نېږدې سرچینه ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې د خبرو مېز پرېښودل هغه څه و چې سبب يې د افغان حکومت لوړ پوړي استازي شول.

ضعيف په‌ دې هکله وويل چې په دې وروستيو کې د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو د سولې ژبه پرېښې ده او ډېرې ترخې خبرې يې په يو ډېر تريخ ډول کولې، د ضعيف په خبره د کابل څخه د لومړۍ درجې کسانو دا ډول څرګندونې ددې سبب شوې چې طالبان د خبرو مېز پرېږدي.

ضعيف زياتوي چې د سول خبرو په يو حساس پړاو کې له کبله څخه د جګړې غږ پورته کېږي ځکه يوه ډله هڅه کوي د سولې مخه ونيسي ترڅو يې هغه فساد او شخصي ګټې له خنډ سره مخ نشي چې اوس یې بې حسابه بې کتابه کوي.

سيمې ته د طالبانو د سفر د موخې په هکله ضعيف وويل چې څومره چې دی پوهېږي نو طالبان سيمې ته ځکه ولاړل چې هلته د امريکا سره د تړون د ماتېدو ځینې اندېښنې موجودې وې.

د سيمې هېوادونو ته طالبانو د خپل طرف څخه ډاډ ورکړ چې دوی به د سولې د توافقنامې ماتونکی طرف نه وي او که هرڅه کېږي امریکا د خپلې پرېکړې په شاه ځي نو د وروسته پېښېدونکي حالت مسؤله به پخپله امریکا وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.