اداري فساد: د حیات الله حیات دوسیه څارنوالۍ ته ورسېده
خبریال وېبپاڼه – د اداريفساد په تور له دندې لیري شوی د کندهار پخوانی واليحیات الله حیات دوسیه څارنواليته ورسېده.
د لوييڅارنوالۍ نه یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې پر حیات الله حیات د کندهار له ګمرک نه د پیسو د غلا او د کرونا وبا په فنډ کې د بېساري فساد تورونه پوريشويدي.
له ارګ نه یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې حیات الله حیات چې په ارګ کې د حمدالله محب له ډلې شمېرل کېده اوس داسيیوه حلات ته رسېدلی چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یې تلیفون نه جګوي.
سرچینې واييچې د حیات الله حیات د فساد دوسیه پخپله تر ولسمشره رسېدلې او په لمړيسر کې حمدالله محب د بچ کولو هڅه وکړه خو په ارګ کې د محب مخالف ټیم توانېدلی دی چې حیات الله حیات څارنواليته وسپاري.
د کندهار او ننګر هار پخوانی والي حیات الله حیات کورنۍ په بریتانیا کې ژوند کوياو تر ډېره بریده یې اقتصاديحالت ځواکمن دی؛ خو پر ښاغليحیات تورپوريشوی دی چې بې کچې زیات فساد یې کړی دی.
اداريفساد چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې تر بل هروخت زیات شوی؛ خو بیا هم په دې وروستیو کې د غنيحکومت هڅه پیل کړې چې نړۍ واله ټولنه په دې قانع کړيچې ګواکې افغان حکومت د اداريفساد خلاف مبارزه کې ګړندی روان دی.
یوازياداري فساد نه دی بلکه دافغانستان ډېری چارواکيد اداريفساد سره سره په اخلاقيفساتد هم تورن بلل کېږيچې تازه یې د یوه واليدوسیه ارګ ته رسېدلې او د غنيله لوري یې د منفً غږ اوچت شوی دی.
د دایکنډيپر واليد اخلاقيفساد تور پوريشوی دی؛ او د ارګ سرچینو تېره ورځخبریال وېبپاڼې ته ویلي وو چې واليته اشرف غنيسخت غوسه دی او ښاييډېر ژر یې پر ځای یوه ښځه والۍ مقرره کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.