The news is by your side.

افغانان د خپلو سرتيرو څخه په کلکه ملاتړ کوي

خبريال وېبپاڼه: افغان سرتيري چې زموږ ملي وياړونه دي موږ په هر حالت کې د افغان سرتيرو څخه په کلکه ملاتړ کوو.

افغان سرتيري ريښتيني مجاهيدين او او ريښتيني اتلان دي چې هر وخت د خپلي خاوري او د اسلام سپيڅلي دين څخه په کلکه دفاع کوي.

افغانان تل او په هر حالت کې د خپلو سرتيرو ملاتړ کوي او مخکې يې هم د خپلو زړه ورو سرتيرو ملاتړ کړی دی.

افغان سرتيري چې تل يې په سنګرونو کې د هيواد د دفاع لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي بايد قدر يې وشي.

همدا سرتيري دي چې د هيواد د دفاع لپاره او هغه څوک چې په افغانستان يرغل کوي په وړاندې هر وخت په کلکه مبارزه کوي.

طالب وسله وال چې تل يې زموږ بې ګناه افغانان شهيدان کړي، زورولې، دردولې همدا سرتيري دي چې د هغوي په وړاندې هر وخت مبارزه کوي او خپل سرونه يې د افغانستان د دفاع لپاره په سنګرونو کې نزرانه کړي دي.

طالبانو ته ورته نورې ډلي هم شته چې زموږ د سرتيرو او هيواد دښمنان دي دوې غواړي زموږ هيواد په کنډواله بدل کړي.

خو، زموږ سرتيري د هغوي پر وړاندې مبارزه کوي او هيڅلکه هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پرديو د ګټو لپاره وکاروي.

طالبان او نورې وسله والي ډلي زموږ سرتيرو ته مرتدين وايې خو ولې؟.

هغه سرتيری چې سهار په لمونځ او د قران عظيم الشان په تلاوت سره پيلوي او شپه هم د لمونځ او تلاوت ورسته ويده کيږي ايا هغه سرتيری مرتد کیدی شي؟

نه هيڅکله هم نه، هغه خلک چې زموږ سرتيرو ته د مرتد پوځ په نظر ګوري اصل کې هغوي نه مسلمانان دي او نه هم په اسلام او د اسلام په قوانينو خبر دي.

زموږ سرتيرو ته زموږ دښمنان د واشنګټن ساتوونکي وايې هغه څوک چې زموږ سرتيرو ته په بد نظر ګوري او واشنګټن ساتوونکي يې بولي.

له دوې دې پوښتنه وشي چې امريکا افغانستان ته چا راوسته؟ چا ورته پوځي هډې ورکړي؟ څوک افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د راوستو سبب شول؟.

په اصل کې د واشنګټن ساتوونکي هغه څوک دي کوم چې افغانستان ته د امريکا د راتګ سبب شول چا چې امريکا ته پوځي هډې ورکړي.

که سوله هم راځي بايد زموږ د سرتيرو قربانۍ او لاسته راوړني پکې له پامه ونه غورځول شي بايد د سولې خبرو کې د افغان سرتيرو قربانيو او لاسته راوړنو ته لومړيتوب ورکړل شي.

تل دې وي ژوندي وي افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه موږ د خپلو سرتيرو څخه هر وخت او په هرحالت کې ملاتړ کوو.

سرتيريه! ورځ دې مبارک شه دښمن دې درته کمزوری شه او په دښمن هر وخت بريالی اوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance