The news is by your side.

په سختو حالاتو کې زموږ بې انصافي

خبریال وېب پاڼه/ تقریباً له پینځو میاشتو راهیسې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او د نړۍ ټول هېوادونه یې له لوی انساني ناورین سره مخ کړي دي.

له انساني تلفاتو ور ها خوا د کرونا ویروس د خپرېدا له امله په اکثرو هېوادونو کې عمومي قرنطین اعلان شوی او خلک کورونو څخه د وتلو راتګ اجازه نه لري، همدارنګه سوداګري، عام المنفعه خدمات، ترانسپورت او نوري ټولې چارې یا کمې شوي او یا په ټپه ولاړې دي.

هغه هېوادونه چې په ځان بسیا دي او اقتصاد یي پیاوړی دی، په دې ډول بېړنیو حالاتو کې خپلو خلکو ته هر ډول امکانات برابرولی او رسولی شي او وګړي یې ډیر کم له سختیو سره مخ کیږي، اما افغانستان غوندې یو هېواد چې اکثریت خلک یې تر فقر لاندې ژوند کوي او په ورځني عاید خپل ژوند چلوي په دا ډول بحراني شرایطو کې خپل عاید له لاسه ورکوي او نه شي کولای د خپلی کورنۍ نفقه برابره کړي.

افغانستان کې هم چې د کرونا ویروس په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدا په حال کې دی او په اکثرو ولایتونو کې قرنطین لګول شوی دی، نو ډیری خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا حال ورځ تر بلې د بدتریدو خواته روان دی.

څه موده مخکې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښې ثبت شوې او آوازې شوې چې شاید مواصلاتي لارې بندې او قرنطین شي نو خلک له دی وېرې چې وږي پاتې نه شي د خوراکي توکو د رانیولو په لټه کې شول.

افغانستان کې تجاران او دوکانداران دومره دې وضعیت ته خوشاله ول لکه ماشومان چې اختر ته خوشحالیږي، د هر توکي بیه یې دوه چنده لوړه کړه، ډیرو دوکاندارانو خوارکي توکي ذخیره کړل او اوس یې هم شاید په ګدامونو کې په ټنونو خوارکي توکي په دې هیله ساتلي وي چې کاشکې قیمتي شي او بیا یې په خپلو مظلومو خلکو په دوه چنده لوړ قیمت وپلوري.

او خلک هم له دې وېرې چې وږي پاتې نه شي بازارونو ته یې مخه کړه او تر خپلې وسې یې د ضرورت وړ توکي واخستل، که څه هم حکومت په ځینو سیمو کې په دې کړنې دوکانداران جریمه او بندي کړل خو دا چاره اوس هم دوام لري.

همدارنګه لیمو، ماسک، صابون، مایع او د لاسونو ضد عفوني کوونکې مایع چې ډاکتران یې د یاد مرض د وقایې لپاره خلکو ته توصیه کوي، په ډیر لوړ قیمت په بازار کې پلورل کیږي.

اما دلته په فرانسې او اکثرو اروپایي هېوادونو کې کله چې د کرونا ویروس خپور شوی، سخت قرنطین لګیدلی او یاد ویروس لا هم په چټکۍ سره روان دی او د مړینو شم ر لا هم پکې ډیر زیات دی اما بیا هم هېڅ وخت د خوراکي توکو قیمت نه دی لوړ شوی، په ځینو ځایونو کې تخفیف هم ورکړل شوی او سربېره پر دی په ځینو ځایونو کې خلکو ته سبزیجات په وړیا ډول هم وېشل کیږي.

دلته خلک او دولت په سختو حالاتو کې د یو بل لاسنیوی کوي، په ګډه کار کوي او نه پریږدي چې په داسې سخت وضعیت کې یې هېوادوال د راغلې وبا تر څنګ له لوږي وکړیږي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې افغانان په سختو حالاتو کې د خپلو هېوادوالو لاس نیوی نه کوي؟

بدبختانه دا زموږ په ټولنه کې یو تریخ حقیقت دی چې په سختو حالاتو کې خلک هېڅکله د یو بل لاسنیوی نه کوي او تل په دې لټه کې وي چې دوی ته موقع په لاس ورشي او ډېرې پیسې تر لاسه کړي، خو د اسلام په سپيڅلي دین کې عدالت، انصاف، بې وزلو سره مرسته کول د نیکو اوصافو له جملې څخه شمېرل کیږي او موږ ټول مکلف یو چې انصاف ولرو او له اړمنو سره مرستې جاري وساتو.

موږ کولای شو په داسې حالاتو کې یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړو، تر خپله وسه بې وزلو هېوادوالو سره همدردي وکړو، که مو مرسته له لاسه نه کیږي نو حد اقل دومره خو کولای شو چې خوراکي توکي په ارزانه بیه وپلورو، په داسې سختو شرایطو کې باید لږ له خپلې ګټې نه تېر شو او د هغو بې وزلو له زړونو خبر شو، چې د سبا او بېګاه یوه مړۍ وچه ډوډۍ په ډېرې سختۍ لاس ته راوړي او که بیا موږ د دې غریبو جېب ته سترګې وږې کړي وي او غواړو له دې لارې پیسې تر لاسه کړو بیا مو انسانیت تر پښو لاندې کړی او ظالمان یو.

لیکوال: حسیب الله امرخېل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.