روباټ جوړوونکې نجونې مصنوعي تفسي آلې جوړوي
خبریال وېب پاڼه/د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې روباټ جوړوونکې نجونې د یوې بلې تخنیکي ډلې په مرسته د مصنوعي تنفسي آلو د جوړولو هڅه کوي.
په هېواد او په ځانګړې توګه هرات ولایت کې د کرونا مثبتو پېښو په زیاتېدو سره د روباټ جوړوونکو ټیم د مصنوعي تنفسي آلو جوړولو ته را ودانګل. دوی په دې هڅه کې دي چې معیاري آله جوړه او خپلو هېوادوالو ته یې وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا ناروغۍ له خپرېدو سره ټوله نړۍ د مصنوعي تنفسي الو له کمښت سره مخ شوه. امریکا او بریتانیا کې ځینو د موټر جوړولو او نورو برخو تخنیکي شرکتونو او نورو ورته ټیمونو ته لارښوونه شوې ده چې ژر تر ژره دغه آلې جوړې کړي خو ویل کېږي چې دا کار به وخت ونیسي.
افغانستان یو بېوزله هېواد دی او د عامې روغتیا وزات د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ مصنوعي تنفسي آلې شته دي چې د کرونا ویروس لپاره بسنه نه کوي ځکه اوس د کرونا پېښې په زیاتېدو دي او د دغه ویروس ناروغانو ته د مصنوعي تنفسي آلو شتون د یو نوي ژوند په معنا دی ځکه د روغتیا پالانو او طبیبانو په وینا کرونا ویروس پر سږو باندې حمله کوي او دې سره د نفس تنګۍ ستونزه را مخته کوي چې په ډېر کم وخت کې ناروغ تلف کولی شي.
دمګړۍ په تول هېواد کې د کرونا تر ۵۵۵ پورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۸ کسان وژل شوي او څه د پاسه ۳۵ کسان بېرته ورڅخه روغ شوي هم دي.
د روباټ جوړوونکو ټیم غړې وایي چې دوی هڅه کوي په دې برخه کې د یوې غوره لاسته راوړنې شاهدانې و اوسي تر څو وکولی شي د کرونا پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي.
په ورته وخت کې د هرات ولایتي چارواکي هم د روباټ جوړونکو هڅو ته خوشبین دي او وایي چې دوی هڅه کوي له نورو خواوو هم د مصنوعي تنفسي آلو د جوړولو غمه وخوري. هرات په هېواد کې لومړنی ولایت دی چې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي چې عمومي شمېر یې تر ۳۰۰ هم لوړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولو تشخیصي مرکزونو کې د مصنوعي تنفسي آلو د کمبود خبر ورکړل شوی دی. له همدې سره په هرات کې د روباټ جوړونکو پېغلو او یو شمېر ځوانانو لخوا هلې ځلې زیاتې شوې دي او تمه ده یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.