The news is by your side.

له زندانونو د ښځینه بندیانو پر خوشې کولو ټینګار

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشر د حکم پر بنسټ د زندانیانو پر خوشې کېدو ټينګار شوی.

د بخښنې نړيوال سازمان وایي، د دغه حکم پر بنسټ دې له زندانونو څخه د ښځينه زندانیانو خوشې کولو ته لومړيتوب ورکړل شي.

د بخښني نړيوال سازمان له افغان چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسمشر د حکم پر اساس له زندانونو څخه د خوشي کېدونکو بنديانو په برخه کې لومړيتوب ښځينه بنديانو ته ورکړي.

دې سازمان ويلي چې افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدلو له امله ممکن په زندانونو کې بنديان هم پر دې ويروس اخته شي.

د بخښني نړيوال سازمان ويلي، که څه هم د افغان ولسمشر له لوري د بنديانو د خوشې کولو د امر لس ورځې پوره شوي، خو تر دې مهاله زیات شمېر بنديان نه دي خوشي شوي او په وينا يې د هرې ورځې په تېرېدلو سره ښځينه بنديانو ته د کرونا ويروس متوجي ګواښ نور هم زياتېدونکی دی.

دا په داسي حال کې ده چې افغان حکومت د ولسمشر غني د حکم پر اساس د جنايي بنديانو له جملې څخه کم و زيات زر بنديان تر دې مهاله خوشې کړي دي.

دې سازمان له نړيوالې ټولنې، د کرونا ويروس سره د مبارزي په برخه کې له افغان حکومت سره د هڅو د پياوړتيا په موخه د مرستو کولو غوښتنه کړي ده.

ټاکل شوې چې نړيوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخا سل اعشاريه څلور ميليونه ډالره مرسته وکړي.

بل خوا بيا هند ويلي چې د افغان حکومت په غوښتنه له افغانستان سره د پنځوس زره ټنو غنمو مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، تېره شپه د طالبانو د سياسي دفتر استازو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموريت قومندان جنرال سکاټ مېلر سره خبري سره کړې دي.

نوموړي ويلي چې په دې غونډه کې د هوکړه لیک د تطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه بحثونه شوي دي.

سهيل شاهين ويلي چې د دې خبرو په جريان کې د هغو بریدونو او چاپو په اړه هم بحث شوی چې د ده په وينا په غیر جنګي سیمو کې ترسره شوي دي.

نوموړي ويلي د طالبانو د استازو له لوري د دې ډول بريدونو او چاپو د بندېدلو غوښتنه شوي ده.

تر دې مهاله امريکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو ته نږدي سرچینو ويلي هغه کسان چې حکومت له زندانونو څخه خوشي کړي دي، هغه د طالبانو د پنځه زره بنديانو په لېست کې شامل نه دي.

طالبانو ته دې نږدي سرچینو ويلي، که اوسنی حالت دوام وکړي، ممکن بين الافغاني خبري پيل نشي.

خو افغان حکومت بيا د طالبانو دا کار وعده خلافي بولي او وايي دا ډله بيا د سولې د تأمين په برخه کې بهاني جوړوي.

بل خوا بيا پرون امنيت شورا ويلي وو چې نن هېڅ طالب بندي هم نه دی ازاد شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.