The news is by your side.

 امریکا کې د افغانستان د یوه لوی خدمتکار د بې حرمتۍ اقدام 

خبریال ویبپاڼه – له هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپاره شول چې پکې د امریکا لپاره د افغان سفارت لخوا د افغانستان د یوه خدمتګار بې حرمتي شوې؛ خبریال ویبپاڼې ددې موضوع څېړنه پیل کړه.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس آرسینو ګراسیا، فلیپینی امریکايي وګړی چې د څلوردېرشو کلونو راهیسې یې په واشنګټن ډې سي کې، د افغانستان د سفارت پر بېلابېلو دندو خدمت کړی او د کورنیو جګړو پر مهال یې له هره امتیازه بغیر د سفارت د ودانۍ او افغانستان اړوندو مهمو سندونو ساتنه کړې ده، په وروستیو کې د سفیرې مېرمن رویا رحماني لخوا سپکاوی ورته شوی او تر تحقیر وروسته له دندې شړل شوی دی.

نوموړي چې د عُمر ډېره برخه د افغانستان لپاره کار کړی، په امریکا کې د تقاعُد له امتیازه بې برخې پاتي شوی او په دې باور اوسېدلی و چې افغانستان به یې د بې بدیله خدمتونو د درناوي په توګه پالنه کوي خو اوس چې له یوې خوا د ورځني ژوند پرمخ وړلو امکانات نه لري او له بلې خوا د کرونا له امله بېړنی وضعیت اعلان شوی دی، د ژوند د سختو کړاوونو سره مخامخ دی.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان مستعفي کلتوري آتشه ښاغلي مجید قرار په ټولنیزو رسنیو کې ددې موضوع په هکله خپګان څرګند کړی، دا یې د افغانستان د ارزښتونو خلاف ناوړه چلند بللی دی او د ښاغلي ګراسیا هغه ګیله یې رانقل کړې ده چې د سفارت څخه د تګ پر وخت یې په ژړغوني انداز یوه افغان ته کړې ده: “ما فکر کاوه چې افغانان به ما لکه ارزښتمند توکی په میوزیم کې کېږدي. زه نه وم خبر چې دومره ناځوانه یاست.”

افغان چارواکي چې د امریکا متحده ایالتونو ته د رسمي چارو په موخه تللي، د ښاغلي ګارسیا له خدمتونو خبر دي، او د پخوانيو ولسمشرانو ډاکټر نجیب الله او حامدکرزي په ګډون، ډېرو یې ستاینه کړې ده.

خو دا چې رویا رحماني ولي د نوموړي د شړلو او تحقیرولو اقدام کړی، په واشنګټن کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي، ګراسیا ته ویل شوي و چې د شپې تر ناوخته د سفیرې د موټر چلوونکي او ددې د شخصي خدمتګار په توګه ورسره پاتي شي خو د نوموړي د کورنیو معاذرو له مخې نوموړي ته ستونزمنه وه ځکه یې له ناوړه چلند سره مخ شوی دی.

ومو غوښتل په دې هکله د سفارت وضاحت هم خپور کړو خو د پرله پسې هڅو وروسته هم ونه توانیدو چې له سفیرې سره اړیکې ټينګې کړو.

ویل کېږي چې رویا رحماني د سفارت سره د خپلي شخصي غیري دولتي ادارې (ان جي او) په څېر چلند کوي، دکتاتورانه حرکتونه کوي، د افغانستان سره بلدیت نه لري او د ارزښتونو سره یې لېوالتیا نه لري.

تمه کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ددغې پرېکړې په وړاندې ودرېږي او ښاغلی اتمر چې ویل کېږي د ګراسیا سره یې څو ځله لیدلي دي، افغانستان ته د نوموړي د وفادارۍ درناوی وکړي.

که څه هم د افغانستان د ملي‌ ګټو پالونکی نا کامورا په ننګرهار کې د پاکستاني‌ استخباراتي کړیو له لوري په شهادت ورسېدو ؛ دلته دافغانستان د سفارت پر څوکۍ ناسته دافغانستان نماینده رویا رحماني‌ بل ورته عمل وکړ .

رویا رحماني‌ چې د کاناډا اوسېدونکې افغانانه ده ؛ تر دې وړاندي‌ هم په ورته کړنو تورنه بلل شوې ده : پر نوموړې تور دی چې ژبني اورته لمن وهي او اکثره پرېکړي‌ د خپلو شخصي ګټو پر بنیاد کوي‌.

واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اوسنۍ سفیرې رویا رحماني د اداري فساد په هکله تر دې وړاندي د خبریال ډاټ کام د پرله پسې راپورونو او معتبرو سندونو خپرېدو په دوام، د افغانستان تلویزوني شبکو هم تېر کال نوي افشاګرۍ وکړې.

وروسته له هغه چې د سفارت د یوه نسبتاً کوچني دېوال د بیارغونې لپاره د دوه میلوینه ډالرو منظوري سندونه خپاره شول، او سرچینو یې د تعقیب په بهانه د یوه سلاکار د زوم غیري قانوني ګومارنه وغندله، سرچینو خبریال ډاټ کام ته ویلي چې د دېوال د جوړېدو په دورجه کې د سفیرې له لوري فساد شوی او دا خبره د کوربه هیواد چارواکو ته څرګنده شوې ده.

هغه مهال د امریکا د متحده ایالاتو کې په یوه ځايي محاکمه کې په افغان سفارت عریضه هم شوې وه ؛ که څه هم دافغانستان  حکومت هغه قراردادي‌ لیري کړ؛‌خو د رویا رحماني‌ورته کړنو دوام وموندلو او دادی اوس یې دافغانستان د ګټو پر یوه داسي‌ کراکونکي برید وکړ چې ښايي ددې خبر په اورېدلو سره ډېری نور بهرنیان په احلاص د افغانستان سره مرستي ته زړه ښه نه کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.