The news is by your side.

څنګه کولی شو خوشاله میندې اوسو!؟

خبریال وېب پاڼه/ د اولاد لرل په ژوند کې ستاسې د خوښۍ سرچینه ده، خو په عین حال کې کېدای شي چې د والدینو لپاره یو سټرېس هم اوسي، که د ستړیا احساس کوﺉ، کولی شﺉ، زده کړﺉ، چې څنګه خپل ځان سالم ساتلی شﺉ، زده یې کړﺉ، چې څنګه د مسؤولو، سالمو او خوښو والدینو په څېر اوسﺉ، ځینې کارونه شته چې، په کولو سره به یې خپل ذهن سالم وساتلی شﺉ.

١: د دې لپاره چې خوښې میندې اوسﺉ، له خپلو اولادونو سره ډېرې خبرې وکړﺉ!

کوښښ وکړﺉ، چې خپل ځان د اولادونو پر ځای مو حس کړﺉ، که تاسې وکولی شﺉ، هغه څه چې مو اولاد فکر کوي درک یې کړﺉ، نو تاسې به هغه مور اوسﺉ، چې د خپلو اولادونو عقیدو ته احترام لري، داسې به مو اولاد هم تاسې ته ورته احترام ولري.

لکه څنګه چې ستاسې اولادونه لویږي، کېدای شي متوجه شﺉ، چې اولادونه مو لږ تر لږه داسې خبرې یا کړنې کوي، چې له تاسې سره مو د ماشومانو تړاو کم څرګندوي او دا بیا کېدای شي، ستا سې لپاره سخت اوسي، هغوی د یو حقیقي شخص د جوړېدو په درشل کې دي، کوښښ وکړﺉ، چې هغوی ته یې د خپلواکه کېدو لارې ور وښیﺉ، که اړتیا ولري تاسې ورته لاس رسی ورکړﺉ، خو د هغوی په ژوند کې لاس وهنه مه کوﺉ.

٢:پرېږدﺉ، چې ماشومان مو خپله اوسي!

هغه وخت چې تاسې مور شوﺉ، یو ضرورت دی، که تاسې له خپل ماشوم سره سوړتیا له لاسه ورکړﺉ، نو تاسې خپله یوه عصباني مېرمنې یاست او دا به یاید ځان ته په یاد راوړﺉ، چې ماشومان ځینې وختونه ځورونکي وي، هغوی په همدې ډول ځورونکي دي او خورا لږ تر لږه د هغې لارې مثالي نسخې ته ورشئ چې دوی باید چلند وکړي، نو تاسې او ماشوم به مو له یو بل ډېر راضي اوسﺉ.

ماشومان مو چې څه ډول دي، هماغه شان یې ومنﺉ، هغوی کې د بدلون راوړلو هڅه مه کوﺉ، کولی شﺉ، د هغوی چلند یې پر کړنو اغېزمن کړﺉ، خو دا نه شﺉ کولی، چې هغوی په داسې چا بدل کړﺉ، چې نه دي، ماشومان مو په غېږ کې ونیسﺉ او دوام ورکړﺉ.

٣: ځیني وختونه په ارام چاپېریال کې اوسﺉ!

ځیني وختونه نړۍ بې حده له زغم او برداشت وتې په نظر راځي، ځیني وختونه که له خپلو مسؤولیتونو ستړي شوي اوسﺉ، ممکن وغواړﺉ لږ لاس رسی او تمرکز وکړﺉ، خو د مور په توګه یوې واقعي خوشالۍ ته د رسېدو لپاره په خونه کې پاتې کېدل دي، چې د خپل مثبت شتون پر مټ ماشومانو ته مو مثبت ژوند برابر کړﺉ.
غوره مو اوسﺉ څومره چې کولی شﺉ!

که خپله ځان ته د ارامتیا چاپېریال لرﺉ، ممکن د ماشومانو تر څنګ اوسېدل وي، د ناستې په خونه کې یو ځای کېناستل وي او یا کتاب ولولﺉ، ممکن دا ستاسې لپاره د ارامتیا چاپېریال وي.

٤: ځینې وختونه پر ماشومانو بې خیاله اوسﺉ!

هغه میندې چې نه باید مجازات او قوانین ولري، دې لپاره یې لري چې د خپلو کار پر وړاندې مسؤولې اوسي.

له ماشومانو سره مو خبرې وکړﺉ او پر خپل ژوند پانګونه او تمرکز وکړﺉ، هغه وخت چې تاسې مجبورې شﺉ، خپلو اولادونو ته سزا ورکړﺉ، توضېح ورکړﺉ، چې ولې داسې کوﺉ او ولې دا کار کوﺉ، کنه نو په دې ډول هغوی تاسې د یوې عصباني مور په توګه په نظر کې نیسي.

٥: تصمیم ونیسﺉ او ماشومان مو بوخت کړﺉ!

هر څومره چې وغواړﺉ د ماشومانو پر ژوند مو پانګونه وکړﺉ، خوشاله شخصیتونه به وي.

په ساده توګه ویلی شو، چې له ماشومانو سره مو خبرې او لوبې وکړﺉ او کوښښ وکړﺉ پوه شﺉ چې د لوبو پر مهال هغوی څه کوي، هماغه ډول چې هغوی لوییږي، اوس هم مهمه ده، چې یو با کیفیته وخت له هغوی سره تېر کړﺉ، هغو کارونو ته یې مه رابولﺉ چې لېوالتیا ورسره نه ښیي، پرېږدﺉ چې هغوی خپله تصمیم ونیسي چې ټول په ګډ سره څه وکړﺉ.

البته له یو پنځه کلن ماشوم سره لوبې کول د نړۍ کوم جالب کار نه دی، پر دې سربېره، پر دې کار وخت قید کړﺉ او هره ورځ د ١٥ دقیقو لپاره ورسره لوبې وکړﺉ.

٦: د یوې مور په توګه ماشومانو ته د تفرېح برابرول!

مرسته وغواړﺉ!

مور اوسېدل سخت دي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې تاسې خپله اوسﺉ، ځینې وختونه د یو سالم ماشوم د روزلو لپاره تاسې یوې مرستندویه او ملاتړې شبکې ته اړتیا لرﺉ، چې وکولی شﺉ، په هغې تکیه وکړﺉ، که چېرې د سټرېس احساس کوﺉ، له نورو مرسته وغواړﺉ!

که چېرې د یو څو ساعتونو لپاره یو چا ته اړتیا لرﺉ چې ماشوم مو وساتي، نو د کورنۍ له غړو، ګاونډیانو او یا له دوستانو سره خبرې وکړﺉ، چې د څو ساعتونو لپاره مو ماشوم وساتي، کولی شﺉ دې کار لپاره پیسې هم اداء کړﺉ.

د ماشوم پلار مو ښکېل کړﺉ، د ماشوم په ژوند کې د پلار شتون او ښکېلېدل، د ماشومانو لپاره په زړه پورې وي، بلکې د یوې مور په توګه ستاسې لپاره هم ګټور دی، تاسې ته ځواک درکوي او د یوې کورنۍ په توګه تاسې یو بل ته نږدې کوي.

٧: اوونۍ کې یوه ورځ یا شپه د تفرېح لپاره وټاکﺉ!

هڅه وکړﺉ، اوونۍ کې یوه ورځ یا شپه د تفرېح لپاره وټاکﺉ، دا تاسې سره مرسته کوي، چې د خوښۍ احساس وکړﺉ، یوه شپه له ماشومانو مراقبت وکړﺉ او پرېږدﺉ چې ماشومان مو پوه شي، دا یو منظم کار دی، په دې توګه کولی شي خوشاله اوسي، له کوره بهر یو فلم وګورﺉ، رېسټورانټ ته لاړ شﺉ ټوله کورنۍ په ګډه یو څه وخورﺉ او تفرېح وکړﺉ.

٨: د ښې روغتیا لپاره مو پر اړیکه تمرکز وکړﺉ!

مهمه ده، چې کافي وخت د خپلې اړیکې لپاره وقف کړﺉ، د ماشوم لرل یوه مینه ناکه اړیکه رامنځته کوي او ستاسې د خوشالۍ او سلامتۍ لپاره مهم دی دا د یو لومړیتوب په توګه په نظر کې ونیسﺉ، که په ښه ژوند کې قرار نه لرﺉ، نېمکرغي او ماشومان به مو په خپل وار زیان ویني. نو دې لپاره مهمه ده یو بل ترمنځ ښې او مینه ناکې اړیکې ولرﺉ او دې لپاره کافي وخت وقف کړﺉ.

٩: سرګرمي(تفرېح) پیدا کړﺉ!

د ماشوم روزل زیات وخت نیسي، خو باید ستاسې ټول ژوند ونه نیسي، سرګرمي پیدا کړﺉ، د یوې اوونۍ په ترڅ کې دوه ساعتونه وټاکﺉ، چې ترسره یې کړﺉ، وروسته له دې چې ماشومان مو خوب وړي، یو نوی مهارت پیدا کړﺉ، چې وکولی شﺉ د مور او پلار له اصلي دندې او مسؤولیته را ووځﺉ، پر یو څه ځان بوخت کړﺉ او یا ورزش وکړﺉ.

که په منډې وهلو پیل وکړﺉ، دا کولی شي په اوونۍ کې ١٥/٢٠ دقیقې اوسي او دا د سټرېس یا ذهني فشار سره ښه مبارزه ده.

که کوم کار یا دنده نه لرﺉ، نو تصمیم نیونه وکړﺉ، د هر کار د ترسره کولو لپاره وخت وټاکﺉ تر څو ورته لاس رسی وکړﺉ.

حد اقل ١٠ ساعتونه په اوونۍ کې کولی شي، تاسې سره مرسته وکړي او احساس کړﺉ چې د یوه نوې ټولنیز ګروپ په ډول نوي مسؤولیتونه لرﺉ.

١٠: هره ورځ ورزش وکړﺉ!

که په ورځ کې یو ساعت یا لږ تر لږه ١٠ دقیقې وخت ورزش ته ورکړﺉ، کولی شﺉ په دې سره ټول هغه تفاوتونه چې د پاتې ورځې لپاره لرﺉ احساس به یې کړﺉ، دا ستاسې د خوښۍ او ارامتیا سبب کیږي، دا مو د هرې ورځې پر لومړیتوب بدل کړﺉ.

یا د خپلې خوښې یوه پیاله قهوه د کتاب له لوستنې سره وڅښﺉ.

١١: خپل ارزښت وپېژنﺉ!

مهمه نه ده، چې تاسې سنګار کوونکې، ښوونکې، ساختماني کارګره، متخصصه یا مالي مدیره اوسﺉ، تاسې فوق العاده یﺉ او کورنۍ مو بې له تاسې بشپړه نه ده، د یوې مور په توګه خپل ارزښت وټاکﺉ، پوه شﺉ که چېرې تاسې کوم مهم او ارزښتمند کار نه ترسره کوﺉ، هم مهمې او ارزښتنمې یﺉ.

مهم څه چې باید په ذهن کې ولرﺉ دا دي چې ستاسې ارزښت باید پرته له تاسې د نورو پواسطه ونه ټاکل شي، تاسې خپله یﺉ او ارزښت مو هم خپله وټاکﺉ.

١١: خپل احساسات درک کړﺉ او تمایل ورته وکړﺉ!

هغه نقطه چې له تاسې سره د خوشاله مور په جوړېدو کې مرسته کوي، دا ده چې خپل احساسات درک کړﺉ او ورسره فاصلې را کمې کړﺉ، دا کار پر یو څو توصیفي کلمو وکړﺉ چې څه احساس لرﺉ.

پیل وکړﺉ!

زه… .احساس کوم!

دې دې دلیل دا دی، کله چې تاسې ذهني فشار ولرﺉ، حتی کوچنۍ نا ارامي هم ستاسې د ذهن لپاره ګواښوونکي وي، نو خپلو احساساتو ته مراجعه کول او پر توصیفي کلماتو د ځان ستاینې کولو سره ذهن ښه عمل کولی شي.

١٢: پاکوالی او نظم وساتﺉ!

که له ډېریو هغو میند یاست چې ناپاکي او بې نظمي مو نه خوښیږي، نو ښه خبره ده، ځکه بې نظمي او بې تهذیبي مو روحیه کموي، نو تاسې باید منظمې او با تهذیبه اوسﺉ او له بد وضعیت پرهېز وکړﺉ، په ورته مهال مو خپلو ماشومانو ته هم نظم او تهذیب ور زده کړﺉ، که هغوی ته د بې نظمۍ او نا پاکۍ اجازه ورکوﺉ، خو هغوی ته تل د پاکۍ او نظم اجازه هم ورکړﺉ، چې هر څه خپله پاک او منظموي.

په داسې حال کې ډاډه شﺉ، چې خپلو ماشومانو ته په مناسب وخت کې د هغوی له ویده کېدلو وړاندې د پاکولي او نظم په اړه یادونه وکړﺉ، دا مو یوازې کور منظم او با تهذیبه کوي، په ضمن کې تاسې ته هم د خوښۍ احساس درکوي.

١٣: خپل ورځنی پروګرام مو ساده کړﺉ!

د دې لپاره چې په ورځ کې د ارامۍ احساس وکړﺉ، باید پلان شوي کارونه مو ساده کړﺉ، مخکې د کور د کارونو له ترسره کولو باید وخت په نظر کې ونیسﺉ او وروسته مو ځینې کارونو له نورو غړو سره په ګډه وکړﺉ، مطلب یو شمېر کارونه نورو ته ور وسپارﺉ، دا کار مو تر منځ یو ښه فضا رامنځته کوي او همدارنګه نورو ته هم له کورنۍ سره د تړاو احساس ورکوﺉ.

د کورنۍ ورځنيو مسؤولیتونو او دندو سره کېدای شي، اضطراب او سټرېس درباندې ډېر شي، نو پر دې
سربېره چې د کورنۍ ټول غړي درسره په کارونو کې مرستندویه شي، نو ژوند به تاسې ته د یوې مور او نورو ته د کورنۍ په توګه ښکلی وي.

١٤: مخکې تر مخکې پلان ګزاري وکړﺉ او چمتو اوسﺉ!

دا تقریباً په ټولو کارونو کې پېښیږي، باید مخکې تر مخکې خپل پلان وساتﺉ، کوم کار باید وکړﺉ؟

په دې ترتیب کولی شﺉ، لومړنیو فعالیتونو یا پېښو ته چمتو اوسﺉ او له بېړې کولو پرهېز وکړﺉ، کله چې چمتو اوسﺉ، هر څه او ټول کارونه به مو په راحتۍ ترسره کیږي.

١٥: په کورنۍ اړیکو کې د یو بل قدردانی وکړﺉ!

پر خوشالیو برلاسې میندې پوهیږي، په زړه کې د قدردانۍ دروازې پرانیزي.

کولی شﺉ دا په کورنۍ کې د نورو غړو په یو عادت بدل کړﺉ،ټول غړي د خبرو د مېز تر شا یا د ډوډۍ خوړلو د دسترخوان تر څنګ له ژوند شکر ګزاره دي.

دغه قدردانی د کورنۍ د غړو ترمنځ د دوستۍ او صمیمیت حس او یو بل ته احترام او قدردانی نور هم پورته وړي.

ژباړه: آمنه عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.