The news is by your side.

له افغانستان سره د اروپایي ټولنې مرسته

خبریال وېب پاڼه/اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته د دغې تولنې لخوا د ۱۱۷ ملیونه یورو مرستې اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا پېښو له ډېرېدو سره هم مهاله د طالب اورپکو لخوا په ټول هېواد کې جګړه هم روانه ده، چې دې چارې د سیمې او نړۍ ښکېل هېوادونه اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندې امریکا هم له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ۱۵ ملیونه دالره مرسته اعلان کړې وه، چې ۵ ملیونه یې مستقیم افغان حکومت ته سپارله او لس ملیونه یې د نړیوال روغتیاي سازمان له لارې د افغانستان د روغتیایي سیستم د ځواکمنولو لګولې.

نړیوال بانک هم له افغانستان سره د ۱۰۴ ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه او ویلي یې وو چې دا مرسته به د روغتیایي چارو پر ځواکمنتیا او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې پر چټکو ګامونو اخیستلو باندې مصرفېږي. دا په داسې حال کې ده چې کرونا اوس په یو نړیوال ناورین بدل شوی او په نړیواله کچه د هر هېواد له پولو ور اوښتی دی.

تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې تر ۱۷ لکو زیات کسان په کرونا اخته دي او تر یو لک او ۸ زره زیات یې وژلي هم دي. ارمریکا د قربانیانو په سر کې قرار لري چې تر ۲۰ زرو زیات کسان یې د کرونا له امله وژل شوي او تر نیم ملیون زیات نور پرې اخته دي.

اروپایي هېوادونه هم له دغې وبا ناروغۍ څخه سخت اغېزمن شوي دي. دوی وایي چې کرونا د اروپایي ټولنې راتلونکې هم له ستر ګواښ سره مخ کړې ده.

له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو خپلې مرستې کړې دي او ځینو د راتلونکو خطرونو پر وړاندې هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ټټر وهلی دی. تېره ورځ هندوستان هم افغانستان ته د شاوخوا ۵۰ زره ټنه غنمو د صادرولو خبر ورکړ. تر دې وړاندې چین، عربي متحده اماراتو، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم افغانستان ته خپلې مرستې لېږدولې وې.

په تېرو دریو اونیو کې افغانستان ته د روغتیایي، خوراکي او لومړنیو وارتزاقي توکو څو جوپې راغلې دي. دوه ورځې وړاندې له پاکستان سره د افغان سوداګرو پر مخ ترانزیتي لاره هم پرانیستل شوه او سلګونه کانټینره بند شوي مالونه هېواد ته را وارد شول. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا له امله جوړ شوي ګرځبندیز او د پولو بندولو د هېواد په مارکېتونو کې بیې تر ۲۰ سلنه لوړې کړې دي، چې دې چارې عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې ته د اروپایي ټولنې لخوا شوې ۱۱۷ ملیونري یورو مرسته تر اوسه له بل هر هېواد او سازمان څخه زیاته ده. تر دې وړاندې نړیوال بانک د څه د پاسه سل ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.