The news is by your side.

پمپیو یو ځل بیا پر افغان مشرانو د یووالي غږ وکړ

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا له ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس عبدالله څخه د خپل منځي ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان مشران دې خپل اختلافونه لرې کړي او د یو با ثباته افغانستان لپاره دې سره یو موټی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیف بوریل، روسي چارواکو او د اروپایي ټولنې مسؤلینو پر افغانسن مشرانو باندې د را منځته شوې سیاسي خلا د ډکولو غوښتنه کړې وه.

تېره کب میاشت کې ولسمشر غني د دویم ځل ولسمشر کېدو په پار خپله لوړه وکړه، ورسره هم مهاله د پخواني ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله هم د موازي حکومت ناره پورته کړه او په ارګ ته څېرمه سپېدار کې یې د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل. دې حالت د افغانستان ټول نړیوال شریکان را وپارول او د هېواد سیاسي خلا یې د اندېښنې وړ وبلله.

که څه هم له تېرو څو اونیو را هیسې د پخواني ولسمشر کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي مشران او جهادي سټې د د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د د دغې سیاسي خلا د ډکولو هڅه کوي خو تر دې دمه کوم د پام وړ پرمختګ نه دی رسنیز شوی. تېره ورځ په ارګ کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او په وینا یې ولسمشر غني چمتو نه دی چې د ډاکتر عبدالله ته کوم اجرایوي صلاحیت ومني خو دا مني چې د آساسي قانون په رڼا کې یې د خپل واک برخه کړي.

تر دې مخکې د روانو سیاسي مخالفتونو لپاره د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل فشارونه وارد کړل خو د افغان مشرانو تر منځ یې په روانو مخالفتونو کې یې کوم د پام وړ اغېز و نه کړ. پمپیو د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د نه حل کېدو په صورت کې د امریکا له خوا د یو ملیارد ډالري مرستې د کمولو ګواښ هم کړی ؤ.

تېره ورځ روسي چارواکو هم د حکومت لخوا د طالبانو د بندیانو په خوشي کولو کې د حکومت او طالبانو تر منځ پر نه همغږۍ او د دواړو افغان مشرانو تر منځ ژورو اختلافاتو باندې اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل اختلافات دې ژر تر ژره حل کړي او د هېواد لپاره دې سره یو موټی شي کنه په وینا یې امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر شتون او له دغې هېواد سره پر مرستو له سره غور وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.