The news is by your side.

په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د کرونا وروستی حال

خبریال وېب پاڼه/د کرونا له امله تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ لکه او ۸۰ زرو لوړ شوی دی، چې له ډلې یې یو لک او ۸ زره کسان وژل شوي هم دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه د نړۍ په کچه امریکا د کرونا وبا له امله تر بل هر هېواد زیات اغېزمن شوی دی. په دغه هېواد کې تر ۵۳۲ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي او تر ۲۰۵۰۰ زیاتو کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر دې وړاندې ایټالیا د زیاتو وژل شویو کسانو په نوملړ کې مخکښه وه چې تر تر ۱۸ زرو زیات کسان یې دغې وبا وژلي وو.

د تازه معلوماتو له مخې په ایټالیا کې هم د مړینې شمېر تر ۱۹ زرو اوښتی دی او په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر بیا تر یو نیم لکو اوړي. اسپانیا د زیاتو قربانیانو په کتار کې دریم ځای لري چې تر ۱۶۶۰۰زیات کسان یې وژلي دي.

ورپسې په ترتیب سره په فرانسه کې ۱۳۸۳۲، په بریتانیا کې ۹۸۷۵، په ایران کې ۴۳۷۵، په چین کې هم څه کم ۴۰۰۰، په بلجیم کې ۳۳۴۶ او په جرمني کې ۲۸۷۱ کسان د کرونا له امله وژل شوي دي. هخوا په ترکیه کې هم د کرونا قربانیان تر زرو کسانو اوړي.

اسپانیا له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر کسان په کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. په دغه هېواد کې د اخته شویو کسانو شمېر تر ۱۶۳ زرو لوړ دی.

دېخوا ته په افغانستان کې بیا د کرونا مثبتې پېښې تر ۵۵۹ پورې لوړې شوې دي. وروستۍ څلور پېښې په ننګرهار کې ثبت شوې دي. د دغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې په یادو شویو څلورو کسانو کې دری کسان یې د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي او یو کس یې د لغمان څخه دی. هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د کرونا له امله دوه کسان وژل شوي وو.

په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا له امله ۱۸ کسان وژل شوي دي او تر ۳۵ پورې کسان بېره ورڅخه جوړ شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل والي په دغه ښار کې د دوو نورو اونیو لپاره هم ګرځبندیز وغځاوه. نوموړي وویل چې په کابل ښار کې د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي او پبه وینا یې که ګرځبندیز لرې شي، د کرونا پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د کرونا له امله ټوله نړۍ سخته اغېزمنه شوې ده. په ټولو هېوادونو کې خلکو خپل کارونه او دندې له لاسه ورکړې دي او له خپل ورځني ژوند سره یې ستونزې زیاتې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.