The news is by your side.

حکومت د طالبانو دریمه جوپه بندیان هم خوشي کړل

خبریال وېب پاڼه/د امنیت شورا پخپله فېسبوک پانه د طالب بندیانو نوي انځورونه خپاره کړي او وایي چې د دغې ډلې دریمه جوپه بندیان یې خوشي کړل.

که څه هم امنیت شورا په خپله فېسبوک پاڼه د طالب بندیانو د شمېر یادونه نه ده کړې خو ویل کېږي سل بندیان خوشي شوي دي. هخوا طالبانو وار له مخې د بندیانو د خوشي کولو له پروسې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

تېره اونۍ وسلوالو طالبانو خپل هغه دری کسیز تخنیکي مرکچي پلاوی بېرته له کابل څخه وویست چې له حکومت سره یې د دغې وسلوالې ډلې د بندیانو پر خوشي کولو تخنیکي کار کاوه. له حکومت سره د طالب اورپکو ستونزه هغه مهال ناندیزه شوه چې حکومت د هغو طالب بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې لاس لري خو طالبانو د هماغو کسانو پر خوشي کولو ټینګار کاوه. له همدې سره یې خپل مرکچي پلاوی هم بېرته ور وغوښت او له حکومت سره یې د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع خپل مذاکرات بند کړل.

سیاسي شنونکي وایي طالب اورپکي هڅه کوي په دې ډول په حکومت نړیوال فشار وارد کړي او خپل جنګي کسان له زندانونو وباسي او د یوې بلې ترخې جګړې لپاره د سیمې هېوادونو په لمسون را ودانګي خو له امریکا سره د سولې لپاره د دغې وسلوالې ډلې مرکچي پلاوي ژمنه کړې چې د دوی بندیان به د جګړې لیکو ته نه ځي او خپل سوله ییز ژوند ته به دوام ورکوي.

بل پلو امریکا او نړیوالې ټولنې هم پر حکومت فشار راوست چې د طالبانو بندیان دې خوشي کړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لار هواره شي. حکومت که څه هم د کرونا پر وړاندې تمرکز زیات کړی دی خو بیا یې هم تر دې دمه د طالب اورپکو ۳۰۰ بندیان خوشي کړي دي. دوی له الب زیندانیانو وڅخه هم قسم اخیستی چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ځي او سوله ییز ژوند ته به دوام ورکوي.

دغه طالب بندیان د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې خوشي کېږي. تېره ورځ حکومت د بښنې نړیوال سازمان هغه وړاندیز ته هم هرکلی ووایه چې د بندیانو د خوشي کولو په بهیر کې دې د ښځو خوشي کولو ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو تر دې دمه د خپلو بندیانو د خوشي کولو پر دوام څه نه دي ویلي خو تېره اونۍ یې په یوه بیانیه کې ویلي وو چې د حکومت لخوا د دوی بندیان له امریکا سره د سولې د شوي هوکړه لیک سره سمون نه خوري نو په خبره یې دوی ته د منلو وړ نه دي. دا چې د حکومت لخوا د طالب بندیانو د خوشي کولو برخیلک به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور تمام شي، تر اوسه لا کومه خوشبیني نه لیدل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.