ایران سخت غوسه دی؛ د کجکي بند د دوهم فاز رغنیزې چارې روانې دي
خبریال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې د نیمرزو د کمال خان بند د جوړېدو له امله د ایران غم نه و سوړ شوی، اوس چارواکي خبر ورکوي، چې په هلمند کې د کجکي د اوبو بند د دوهم فاز د جوېدو چارې په چټکۍ روانې دي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د یاد بند د دوهم فاز د جوړېدو چارې ۲۷ فیصده بشپړې شوې دي، چې تر دوه سوه او نهه میلیونه ډالرو لګښت پرې راځي او د د ۱۵۱ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت به لري.
د یادې ادارې په خبره، د کجکي د بند لومړی فاز د ۵۱ مېګاواټه او دوهم فاز د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې ټولټال ۱۵۱ میګاواټه برېښنا برابرېږي.
د کجکي د برېښنا بند د دوهم فاز د رغونې تړون په ۱۳۹۵ لمریز کال کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره لاسلیک شو، چې په جوړېدو سره به یې د کجکي بند د اوبو ظرفیت یو میلیارد متر مکعب ته ورسېږي، چې په هرات کې د سلما بند په نسبت یو نیم برابره زیاتوالی به پکې راشي.
د کجکي بند د دوه فاز د جوړېدو چارو د پیل په وخت کې ایران سخت اندېښمن وو او ویلي یې و چې که دا د دې بند دوه فاز جوړ شي، نو ایران به د اوبو له سخت احتیاج سره مخ شي.
د محمد دروېش په نوم د ایران د چاپیریا ساتنې ادارې یوه چارواکي هغه وخت ایراني رسنیو ته ویلي و چې د کجکي بند د دوهم فاز جوړول د ایران لپاره فوق العاده د خواشینۍ وړ موضوع ده.
که څه هم ایران اوس د یاد فاز په جوړېدو ښکاره غبرګون نه ښيي خو معلومات ښيي چې اوس یې له طالبانو سره یوه هوکړه کړې چې د وسلو او پیسو په بدل کې ایران ته دا زمینه برابره کړي چې په وړیا توګه د افغانستان اوبو ته لاسرسی ولري.
دا خبره د بادغیس د ولایتي شورا رئيس عبدالعزیز بیګ ورته د رسېدلو معلوماتو له مخې کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو ایران ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره یو شمېر هوکړې کړې دي، چې د پیسو او وسلو په بدل کې د افغانستان اوبو ته د ایران لاسرسی هم شامل دی.
نوموړی ویلي چې ایران به طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي او طالبان به بیا افغانستان کې د اوبو د بندو د جوړېدو مخه نیسي، سرحدي سیمو کې به ناامني جوړوي، تر څو ایران د افغانستان اوبو ته لاسرسی ولري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.