The news is by your side.

د امریکا په کور دننه د سرتیرو وتلو سره مخالفتونه

خبریال ویبپاڼه/ که څه هم تراوسه مالومه نه ده چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د وتلو په هکله کومه پریکړه وکړي خو په کوردننه امریکا کې هم ډیری سیاسون او پخواني نظامي مسؤلین په دې اند دي چې امریکايي سرتیري باید له افغانستانه ونه وزي.

اوس تازه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله د پنټاګون پخوانیو واکمنانو څرګندونې کړې  او ویلي يې دي چې د سولې تر راتګه پوري باید امریکایان په افغانستان کې پاتي سي.

د امریکا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو په خپلو تازه څرګندونو  کې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د سرتیرو وتل ښه نه دي  بللي او ویلي یې دي  چې طالبان دي جګړه ختمه کړې که نه وي په دې دي پوی سي چې د امریکا سرتیري تر هغو افغانستان کې پآتي دي.

د اوباما د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته تمه وه خو  طالبانو پر دې هوکړه هیڅ عمل نه دی کړی او جګړه يې زیاته کړه ځکه نو په کار ده چې امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتي سي هغه د امریکايي سرتیرو  د ژر وتلو مخالفت کړی.

د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر مارک ایسپر، ویلي د خپلې دندې پرمهال هم د سرتیرو له وتلو سره مخالف وواو هغه مهال يې له ډونالډ ټرمپ سره هم د نظر اختلاف درلود.

نوموړی په دې اند دی چې شرایطو ته په کتلو سره باید امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي د ایسپر له انده طالبان باید په دې پوی کړل سي تر څو  چې دوی جګړه نه وي کمه کړې نو امریکايي ځواکونه هم له افغانستانه نه وزي.

مارک ایسپر د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې په دې خاطر له خپلې دندې ګوښه سو چې په افغانستان کې يې د سرتیرو له ژر وتلو سره مخالفت درلود ځکه نو يې سمدستي له دندې لیري کړ.

په کوردننه امریکا کې زیات نور سیاسون هم په دې اند دي چې د سولې تر راتګه پوري باید امریکايي ځواکونه همدلته په افغانستان کې پاتي سي د دوی له انده کچیري امریکایان اوس وخت کې له افغانستانه ووزي نو لیري نه ده چې دا هېواد به یوځل بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance