The news is by your side.

کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار د ښځو چارو ریاست رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او قضیو ته یې پر وخت رسیدګي نه کېږي.

هغې خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې یوازې تېره میاشت په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۶ قضیې ثبت شوې دي، چې د تېرې میاشت په پرتله زیاتوالی ښيي.

 نوموړې زیاته کړه، چې تېره میاشت د ښځو د تاوتریخوالي اړوند اووه د وهلو او ډبولو، یوه د اجباري واده، یوه د جنسي تېري او شپږ نورې له کوره د تېښتې قضیې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو رییسه ناوړه کلتوري محدودیتونه، فقر، بې وزلي، د عامه پوهاوي نشتون، د ښځو د پیاوړتیا په نوم نمایشې پروژې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پر وخت نه رسیدګي په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده دلایل یادوي.

په کندهار کې د ښځو فعاله زکیه پوپلزۍ هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او نیوکه کوي، چې عدلي او قضايي ارګانونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پر وخت رسیدګي نه کوي.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمېسیون مشري هم پر غاړه لري، وايي، چې د یاد کمېسیون غړي ریاستونه مکلف دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمښت کې خپل رول ولوبوي.

د هغه په خبره، که څه هم په هېواد کې جګړه ییز وضعیت دی او د اقلیتونو حقونه له پامه غورځول کېږي، خو په وینا یې، د کندهار ولایتي اداره جدي هڅې کوي، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب اړوند پرېکړې عملي کړي.

په کندهار کې داسې مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښې څرګندېږي، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په نوم د ولسمشر غني د مېرمنې رولا غني په نوم په لسګونه پروژو میلیونونه افغانۍ حیف و میل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance