The news is by your side.

د هشت صبح ورځپاڼې راپور ته د امنیت د شورا غبرګون

خبريال وېبپاڼه- د هشت صبح ورځپاڼه چې له وړاندې په هېواد کې د نفرت او تعصب په خپرولو تورنه وه اوس يو ځل بيا د خلکو له لوري سخته ملامته شوې ده، دې ورځپاڼې تیره ورځ پخپله يوه ليکنه کې د افغانستان اوسنۍ جګړې ته قومي رنګ ورکړ‌ او دا يې د پښتنو په رهبرۍ باندې د اشرف غني او طالبانو جګړه وبلله.

په داسې حال کې چې تر ننه پورې د طالبانو په بريدونو کې پخپله تر بل هر قوم ډېر پښتانه وژل شوي دي او همدارنګه د حکومت له لوري هم په دې جګړه کې پښتنو زيات زيان لیدلی‌ دوی ځانونه د پښتنو د جګړې قرباني ګڼي.

ددې جګړې او طالبانو د رامنځته کېدو بنسټ پخپله د تاجک قومي رباني په حکومت کې رامنځته شو او د همده حکومت و چې کورنۍ اجماع یې رامنځته ته نکړه او دده په دوره کې روان ظلمونه ددې سبب شول چې طالبان وزېږوی.

د چارو شنونکي وايې چې هشت صبح ورځپاڼه دا کار له ډېر پخوا کوي، دا ورځپاڼه چې له بهر څخه پوره ملاتړ لري تل د افغانستان د ننه بهرنۍ اجنډا پرمخ وړي او داسې تبليغات کوي چې هره ورځ په هېواد کې ملي يووالي ته زيان رسوي او په افغانستان کې قومي نفاق زياتوي.

د امنيت شورا وياند رحمت الله اندړ د هشت صبح ورځپاڼې دې کار ته په غيرې مستقيم ډول په خپله اشاره کې وويل چې ځینې رسنۍ چې په اغلب ګومان موخه یې د هشت ورځپاڼې متعصب راپور و په افغانستان کې قومي مشارکات په قومي منازعو او جګړو اړول غواړي.

د چارو کارپوهان وائی چې هشت صبح ورځپاڼه د حکومت په رشوتونه تر دې ځايه راورسېده خو کله هم چې حکومت ورته د روشوت او باج ورکول بند کړي بيا د حکومت پر ضد خوله خلاصه کړي.

پوهان په دې اند دي که د دا ډول پرديپالو رسنیو په وړاندي جدي قانوني اقدام ونشي نو دوی به پخپلو شومو موخو کې بريالی شي او دا هېواد به د قومونو ترمنځ د نفرت په مرکز بدل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.