The news is by your side.

هغه ۴ لوبغاړي چې په انسټاګرام ډير مينوال لري!

خبريال وېبپاڼه: انسټاګرام چې د ټولنيزو شبکو يو ډير مهم ډول دی، او نن سبا ډير استعمالوونکي لري.

د نړۍ مشهوره څېري د ټولنيزو شبکو له لارې خپلو مينوالو سره په اړيکه کې پاتي کيږي، او د خپل ژوند خوږې او وياړلي شيبي له خپلو مينوالو سره شريکوي.

په ټولنيزو شبکو کې انسټاګرام بيا هغه اپليکشن دی چې فلمې، کرکټ، فوټبال، واليبال، او نور لوبغاړي يې د غوره کيفيت له کبله ډير کاروي.

راځئ په دې ليکنه کې د سپورټ د نړۍ هغه ۴ لوبغاړي وپيژنئ چې په انسټاګرام ترټولو ډير مينوال لري.

۱: کريسټيانو رونالډو، کريسټيانو رونالډو چې د فوټبال يو مشهور لوبغاړی دی په انسټاګرام کې هغه سپورټ لوبغاړی دی چې تر نورو لوبغاړو ډير مينوال لري.

کريسټيانو رونالډو د اروپايي هيواد پرتګال څخه دی چې په انسټاګرام ۲۶۶ ميليون مينوال لري.

۲: ليونل ميسی، ليونل ميسی چې د ارجنټاين هيواد څخه دی او د فوټبال يو مشهوره څيره ده هم په انسټاګرام کې ډير مينوال لري.

ليونل ميسی د کريسټيانو رونالډو وروسته دوهم هغه سپورټ لوبغاړی دی چې په انسټاګرام ډير ۱۸۷ ميليون مينوال لري.

۳: نېئامار جونېئر، د برازيل هيواد اوسيدونکی او د فوټبال يو پياوړی لوبغاړی دی چې په انسټاګرام ښه مينوال لري.

نېئامار جونېئر د ميسی او رونالډو وروسته هغه لوبغاړی دی چې په انسټاګرام ډير ۱۴۷ ميليون مينوال لري.

۴: په انسټاګرام څلورم هغه لوبغاړی چې ډير مينوال لري د کرکټ له نړۍ څخه دی او تاسو ټول يې د نوم سره ډير اشنا ياست.

په انسټاګرام څلورم هغه لوبغاړی چې ډير مينوال لري، ويراټ کوهلي دی.

ويراټ کوهلي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي يو پياوړی توپ وهونکی دی، او په انسټاګرام ۱۰۰ ميليون ډير مينوال لري.

له دې معلوميږي چې فوټبال د کرکټ په نسبت په نړۍ کې ډير مينوال لري نو، ځکه هم په انسټاګرام هم د کرکټ لوبغاړو په نسبت د فوټبال لوبغاړي ډير مينوال لري.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي راشد خان هم په انسټاګرام ښه مينوال لري.

راشد خان په انسټاګرام د نورو افغان لوبغاړو په نسبت ښه ۱،۵ ميليون مينوال لري.

او د راشد خان وروسته بيا محمد نبي عيسی خيل هغه افغان لوبغاړی دی چې په انسټاګرام هم ښه مينوال لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.