The news is by your side.

د وېرې او هيلې منځ، غني ته د خليلزاد نوی وړاندیز

خبريال ویبپاڼه- زلمی خلیلزاد پس له ډېرې مودې کابل ته رارسېدلی دی او دلته يې د حکومت له لوړ پوړو چارواکو او سياسیونو سره ليده کاته کړي دي، په دې ليدنو کې د سولې اړوند بحثونه او مشورې هم هم شوې دي، هڅه داده چې په دوحه کې د سولې په ټپه ولاړې خبرې يو ځل بيا په حرکت راشي او بلاخره طالبانو او حکومت يو تړون لاسليک کړي.

ويل کېږي زلمي خليلزاد په خپل دی سفر کې په کابل کې حکومتي مشرانو ته ځینې وړاندیزونه هم کړي دي، د راپورونو له مخکې زلمي خليلزاد وړانديز کړی دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دې يوه لويه غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې دې په بنسټيزو ستونزو بحث وشي، په دې تړاو تراوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي چې دوی ته دا وړانديز شوی او که شوی وي نو ددوی ځواب څه دی خو تمه ده چې د زلمي خليلزاد د سفر مخکې حکومتي سرچینې په دې اړوند د رسنیو سره مالومات شريک کړي.

خليلزاد همدارنګه حکومتي مشرانو ته په ډاګه کړې ده چې د امريکا حکومت په هېڅ صورت نیت نلري چې ددوحې له تړون څخه په شاه شي، خو کېدی شي چې د تړون په ځينې مواردو کې د تعديل غوښتونکی شي چې په دې کې به د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټه هم وي.

خليلزاد د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې په هکله هم د تعديل خبره کړې ده خو دا چې که له طالبانو په رسمي ډول دا غوښتنه وشي او هغوی به يې ومني که نه تراوسه له وخته مخکې خبره ده خو تر دې وړاندې طالبانو په ښکاره ويلي و چې په هېڅ صورت باندې د امریکايي ځواکونو ځنډ نه مني او که داسې څه امریکا یو طرفه وکړي نو دا به د يوې لويې جګړې سبب شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.