The news is by your side.

یو ځي بل راځي؛ بلغاریا افغانستان ته عسکر رالېږي

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه لانجې لا نه دي خلاصې، چې بلغاریا هېواد افغانستان ته د خپلو سرتېرو د رااستولو په تیاري بوخت دی.

د بلغاریا د دفاع وزیر امیل اوتیموف ویلي چې هېواد یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپل ۴۲م ماموریت پيلولو ته پر چمتووالې بوخت دی او ژر به خپل سرتېرې دغه هېواد ته راولېږي.

ده ویلي چې سرتېري به یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د مشاورینو په توګه په دندو بوخت وي او په نظامي برخو کې به د پرمختګونو په موخه ورته لارښوونې کوي.

د بلغاریا دفاع وزیر زیاته کړې چې دوی ۱۲۰ پوځیانو ته روزنه پیل کړې او په نږدې راتلونکي کې به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته ولېږي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې سرتېري به یې کله افغانستان ته راځي او چېرته به مېشت وي، خو باور دا دی چې ښايي د سولې پروسې د ناکامېدو په صورت کې بلغاریا دلته خپل سرتېري را واستوي.

بلغاریا داسې مهال افغانستان ته د خپلو سرتېرو د رااستولو خبره کوي، چې دلته لا د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو لانجې روانې دي او طالبان د خپلې نامشروع جګړې دوام په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون بولي.

په داسې یو وضعیت کې افغان حکومت ته پکار ده چې د بلغاریا هېواد د سرتېرو د راتګ په اړه په ډېر غور تصمیم ونیسي، ځکه هسې نه طالبان بیا د ناټو ځواکونو موجودیت د جګړې د نه درېدو لپاره بهانه کړي.

څه موده وړاندې ناټو ویلي وو، چې شاوخوا ۱۰زره سرتېري یې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوي، تر څو دغه هېواد بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.