The news is by your side.

په نشه روږدو، ماشومانو او ښځو حیرانوونکې شمېرې

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان کې له جګړې وروسته د انسانانو  ژوند ته لوی چلنج دی او په دې هېواد کې د مخدره توکو د پراخ قاچاق او کرکیلي سره میلیونونه کسان په مخدره توکو روږدي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري په یوه تازه راپور کې ویل سوي چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه کسان په نشو روږد دي چې یو برخه کې ښځې او ماشومان جوړوي.

د عامې  روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ ویل سوي چې له دې دوه نیم میلیونه کسانو څخه په فیصدي توګه ۴۰ سلنه يې ښځې جوړوي چې تراوسه د دوی د کره شمېرو له مخې یوازي ۸ لکه ۵۰ زره ښځې معتادي یا په نشه باندې روږدې سوې دي.

یاهم په بل عبارت په ټول هېواد کې شاوخوا یومیلیون میرمنې او ماشومان په نشه روږد دي

د ماشومانو د روږدې دیدو په هکله کره مالومات نه دي وړاندې سوې خو  ډیری د هغه کورنیو ماشومان په نشه روږد سوي چې مور او پلار يې معتاد و اوسي په دې هکله له یوې  میرمنې څخه پوښتل سوي چې څنګه په نشه روږده سوه هغې ویلي چې دا عادت يې له خاوند څخه اخیستی او درې ماشومان یې هم له دوی څخه په نشه روږدې سوې.

روغتیايي خدمات؟

په ټول هېواد کې د معتادینو لپاره څومره چې د هغوی شمېره لوړه ده په سمه توګه يې درملنه نه کیږي او داسې روغتیايي مرکزونه نسته چې حسا ورباندې وسي، خو د میرمنو لپاره که څه داسې خاص خدمات نسته خو د ټول هېواد په کچه د روږدو میرمنو لپاره یوازي شل صحي مرکزونه سته ترڅو د روږدو میرمنو علاج پکښي وسي.

مالومات ښیې  چې د معتادینو لپاره د ټول افغانستان په ۴۰۷۰ بسترونه موجود دي چې اتلس سلنه یې میرمنو ته ځانګړي سوي.

مخدره توکي په افغانستان کې؟

که هم افغان دولت له مخدره توکو سره د کلکې مبارزې خبره کوي خو د تیرو اتلسو کلونو په تیریدلو سره لاهم افغانستان د نړۍ د سترو مخدره توکو تولیدوونکو هېوادونو په لیست کې راځي او دولت نه دی توانیدلی چې له جګړې سره سره د مخدره توکو مبارزه هم سمبال کړي.

په افغانستان کې د مخدره توکو کرکیله قاچاق او په پټه کاربار د دې لامل سوي چې ډيری غیري قانوني عاید ترلاسه او نوي ځوانان چې ښځې او ماشومان هم پکښي شامل دي معتاد سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.