The news is by your side.

اشرف غني بيا وغندله

خبريال وېبپاڼه- نن په جلال اباد کې بيا درۍ خبريالانې د مالومولو وسله له لوري په شهادت ورسېدې، د ښار په منځ کې بيا درۍ روانې خبريالانې په ډزو وویشتل شوې او حکومتي چارواکي هم د رسنيو له لارې ورباندې خبر شول.

په ښارونو کې لکه د ځنګل حتی تر ځنکل بدتره زورواکي او فرعوني روانه ده، حاکم غني بيا په دې چنو بوخت دی چې موقت حکومت نه مني يا یې مني، يا جګړه ګټي او يا واک د ټاکنو له لارې سپاري، يانې واکدار مو د واک ګدۍ ژغوري او خلک مو د مافیا د ټوپکمارو له لوري د قتل عام سره مخ دي.

ولسمشر غني د تل په څېر نن ماښام هم خپل نمايشي مسولیت ادا کړ د تېرو مړو په غندنه جوړه شوې اعلاميه یې راواخيسته ايډيټ یې کړه، د مړو شمېر يې پکې درۍ کړه، ځای یې جلال اباد ښار کړ او اعلاميه یې خپره کړه.

دا هغه څه و چې غني د خپل ملت د ساتنې لپاره ترسره کړل، نور دده مسوليت خلاص شو دی اوس ځي او خپلې چوکۍ د ساتلو پلانونه نيسي او يا معاملې کو، خرڅول او اخيستل کوي.

د بلې خوا د ننګرهار والي، ده هم ځان نه دی نيولی او تازه یې خبر ورکړی دی چې په دې تړاو یې يو کس نيولی دی، ضيا الحق امرخيل، الحق امرخيل صيب تر دې وړاندې نور قاتلين نيولي و په فساد يې لوړ پوړي چارواکي لاس په لاس نیولي و چې هغوی تېره ورځ بيا ازاد ګرځېدل.

خير تر دې هخوا امرخیل صيب تل دا قاتلين د څو دقيقو په لړ کې نيسي، خو له ملت سره یې دا شريکه نکړه چې ددې بريد کوونکي اعصاب خراب دي، لېونی دی، ولې يې خلک د ښار په منځ کې وويشتل؟‌

ددوی تر شاه د چا لاس دی، ددومره نيول شويو کسانو څخه تراوسه امرخیل او د ننګرهار امننیتي چارواکو ددې قاتلينو ددې پېښو د امر ورکونکو يو ريښتينی ادرس هم پيدا نکړ؟

امرخيل هم پوهېږي چې دا مړي څوک کوي، غني هم پوهیږي بس بې وسي زموږ ده، په دومره نيول شويو کسانو کې د درۍ لکه پوځ په شتون کې په رڼا ورځ د ښار په منځ کې وژل کېږو او غني اعلاميه خپروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.