ددوحې د تړون ترټولو لويه نيمګړتيا په‌ ګوته شوه!

خبريال وېبپاڼه- د امریکا متحده ایالاتو په داسې وخت کې د طالبانو سره په دوحه کې توافقنامه لاسليک کړه چې په کابل کې د حکومت مشران مرور و او ځينو خو بيا ان په خليلزاد باندې وروسته شخصي نيوکې هم وکړې.

د طالبانو او امريکا تړون په سم ډول نه عملي کېږي، په دې باندې اوس ټولې خواوې متفقې دي که څه هم طالبان خوشبینه ښکاري خو بيا هم شکايتونه لري.

ددې تړون د نه عملي کېدو سبب د تړون ناقص والی دی، په دې تړون کې د افغانستان په غياب کې پرېکړې شوې دي او ددې پریکړو عملي کول اوس په اوتومات ډول د افغان حکومت څخه غوښتل کېږي.

شنونکي وايې چې ددې تړون ترټولو لويه نيمګړتيا داده چې په دې تړون کې افغان حکومت په مستقيم ډول ورګډ نشو او د افغانستان مسله په دوو برخو ووېشل شوه، که چېرته د افغان حکومت طرف هم د دوحې د تړون دننه په همغه مهال دخيل وی نو نن به ټول لوري مجبور و خپلې ژمنې عملي کړي‌.

د بلې خوا بيا شنونکي وايې چې د افغانستان دننه د اجماع نشتون ددې سبب شو چې دا تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شي او افغان حکومت پکې په بيرون پړاو کې پاتې شي.

د چارو ماهرين همدارنګه پخپله په امريکايي حکومت هم نيوکه کوي او وايي چې د امريکا د وخت حکومت په دې هڅه کې و چې وړاندې له ټاکنو د امريکايي ځواکونو مسله يو طرفه کړي ترڅو د کمپاين په توګه ورسره مرسته وکړي.

اوس تازه د زلمي خليلزاد د سفر سره په کابل کې دا خبره ګرمه ده چې خليلزاد ويلي چې امريکا ددوحې د توافقنامې د ځینې برخو د تعديل نیت لري.

پوهان وايي پکار ده چې په دې توافقنامه کې دا ځل افغان حکومت د طالبانو سره مخامخ شي او د توافقنامې د تعديل په برخه کې د افغان حکومت اندېښنو ته ځواب وويل شي.

بل د دوحې تړون يوه نيمګړتيا دا هم وه چې د افغان دولت سره پکې هيڅ ډول مشوره ونشوه همدا لامل شو چې د دوحې تړون وروسته په افغانستان کې تاوتريخوالي زور واخيست.

د دوحې تړون وروسته طالبانو د جنګ ميدان ډير ګرم ساتلی!

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More