ماشومان ولې ضد کوي؟
ماشومان د کور ښکلا او د ټولنې راتلونکې ده چې باید په ښوونه او روزنه کې یې په بشپړه توګه له زغم څخه کار واخلو. دا په یاد ولرئ چې د ماشوم په ذهن کې هېڅ نه وي او هر هغه څه چې کوي د ټولنې څخه یې اخذ کوی. نو کوښښ وکړي تر هر څه دمخه ورته کورنی چاپیریال ډېر غوره او مهربانه جوړ کړئ.
په دې لیکنه کې د ماشومانو د ضد کولو پر لاملونو کرښې لیکل شوې:
۱ـ ځکه د ده کار اصلي لامل مو نه ده پیدا کړی
د ماشوم د هرې تېروتنې او هر ضد په اصلي لامل پسې وګرځئ.او دا ځانته مالومه کړئ چې ولې مو ماشوم دا کار وکړ؟د ده کار اصلي لامل څه دی؟
۲ـ ځکه تل مو د ماشومانو خبره منلې ده
د ماشوم خبره تل منل د ماشوم په غلطه روزنه کې ډېر رول لري، تل باید ماشوم ته د دې لارښوونه وشي چې د هغه دا خبره ښه او دا ښه نه ده، او د اړتیا په صورت کې لومړی پوه او بیا د ده کوښښ مه کوئ چې هره غلطه خبره یې ومنئ.
۳ـ ځکه په غیر مستقیمه توګه مو ضد ته تشویق کړی
که چېرې د کور کوم غړی د ماشوم په بد کار ورته غوسه شو نو دا نه ښایي چې مور او پلار دې د خپل ماشوم څخه دفاع وکړي. ځکه په دې کار سره ماشوم د هر کار کولو لپاره تشویق کوو او د همدې لپاره که بله ورځ یې تاسې هم خبره ونه منئ نو د هغه کار لپاره به په ورځو ورځو ډوډۍ ونه خوري او یا هم وژاړي تر هغه چې په تاسې خپله خبره ومني.
۴ـ ځکه محرومیت،کم والی او غوښتنې مو ورته نه دې پوره کړي
که چېرې ماشوم ته ښه پاملرنه وشي نو د هرو مرو به د هغه تولې نیمګړتیاوې پوره او په بشپړه توګه ښه خوی او بوی واخلي. او په دې کار سره به مو د ماشومانو د ضد کولو یو لوی لامل لرې کړی وي.
۵ـ ځکه د کور مشران مو په ضد روږدي کړي
د کور مشر ماشوم تل تر نورو نازولی وي، او همدا له خده ډېر ناز او باز د دې لامل کېږي، چې ماشوم نور هر کار کې شله شی، او نه قبلېدو په صورت کې یې ضد وکړي.
۶ـ ځکه کله چې ښه کار یې کړی تشویق کړی مو نه ده
کله چې ماشوم یو ښه کلر کوي نو هغه وهڅوئ ځکه په دې کار سره ماشوم کې د دې حس وده کوي چې باید ښه کارونه وکړي تر څو د نورو لخوا وهڅول شی.
۷- ځکه د ماشومانو کړه وړو ته مو پاملرنه نه ده کړې
د مور دنده ځکه تر پلار ستونزمنه ده چې مور باید تل د خپل ماشوم کړه وړه ته پام وکړي او کله چې د د ماشوم کوم غلت کار ویني نو سمدلاسه یې باید ورته پام وکړي کني نو دا غلت کار به د ماشوم په خویونو کې ورګډ شي او د وخت په تېرېدو سره به یې په ضد واوړي.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.