The news is by your side.

نامراد دښمن مو ډير بی غيرته دی!

خبريال وېبپاڼه: نامرد دښمن مو دومره بي غيرته شوی چې نن يې يوځل بيا د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس خصوصي راډيو ټلويزون درې تنه ښځينه کارکوونکي په ډزو شهيداني کړي.

نامرد دښمن مو نن يو ځل بيا موږ په ناموس تيری وکړ، بی غيرته دښمن مو نن يوځل بيا زموږ په غيرت تیری وکړ.

قاتل مو نه معلوميږي او وژل کيږو اخر ولې؟

دا کوم انسانيت شو، دا کوم اسلاميت شو، دا کوم افغانیت شو!

دښمن مو نه انسان دی، نه افغان دی، او مسلمان ويل خو ورته بيخي کفر دی!

دښمنه! که غيرت ولري خو راشه خپل زور او غیرت دې زموږ ميړنو ځواکونو په وړاندې معلوم کړه دا نه چې زموږ يو افغانه او پښتنه خور داسي په عام محضر کې شهيدې کړي دا غيرت نه دی دا بی غيرتي ده.

ای نامرده دښمنه! هغه ښځې چې ته يې ۹ مياشتي په نس ګرځولی، په کلونو يې ستا خدمت کړی داسي خدمت چې ته يې په ټول عمر کې د هغه بدله نه شي ورکولی.

نو، ته څنګه په هغې ښځينه جنس چې ستا لپاره يې دومره زيار او خدمت کړی ډز کولی شي.

ايا تا په هغه وخت کې دومره فکر ونکړ که چيري کوم څوک ستا خور، مور يا د کورنۍ په کوم بل ښځينه غړي همداسي وحشيانه بريد وکړي او هغوي په عام محضر کې د سلګونه خلکو په مخکې ووژني نو ستا عکس العمل به څه وي؟

ايا تا دومره فکر ونکړ چې چې دا به هم د چا خور وي، د چا به لور وي، د چا به پرې کور اباد وي؟

ای نامرد دښمنه! که چيری خپلي خور، مور، او د خپلي کورنۍ ټولو ښځينه ته احترام ولري نو، د بل چا کور مه ورانوه، د بل چا خور/ مور ته دومره په کمه مه ګوره

ای نامرده دښمنه! ته په دې خپلو دا ډول کړنو سره ښځو ته توهین کوي، هغه ښځه چې که چيری هغه نه وی نو ته به هيڅکله هم دنيا ته نه وی راغلی او کاش چې ستا غوندی نامردان دې نړۍ ته هيڅ نه وی راغلی.

ای غلام دښمنه! ښځينه خو د شفقت او مهربانۍ ذريعه ده ته د خپلو بادارانو لپاره دا شفقت زموږ مه اخله.

ای بی غيرته دښمنه! افغاني خويندي خو د حيا او عزت ټوټه ده ته څنګه دومره بی حیا او بی عزته شوي چې خپل عزت او حيا دې د يو دوه پيسو لپاره خرڅ کړه؟

دښمنه موږ پوهيږو ته هم افغان يې خو له بده مرغه ډير بی غيرته افغان، ته د افغان په نوم د افغانانو په جامه تور داغ يې، تا ته د افغان خطاب کول د افغانستان هغه وياړلي تاريخ او فرهنګ سره ستره جفا ده.

ځکه د افغانستان تاريخ خو ښځو ته حيا او عزت ورکړي خو له بده مرغه تا نن يوځل بيا د افغاني خور عزت او حيا ورڅخه واخيسته.

دښمنه! موږ پوهيږو ته هم خور او مور لري د خپلي خور او مور خاطر وکړه زموږ خويندي ميندي مه وژنه.

دښمنه! که چيري خپله حيا او عزت ولري نو زموږ څخه زموږ حيا او عزت داسي په عام محضر کې مه اخله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance