The news is by your side.

د غني شوړېدلې اداره د افغانانو په وینو چلېږي

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نننۍ پېښه، چې پکې د انعکاس تلویزیون درې تنه ښځینه کارکوونکې په شهادت ورسېدلې واقعاً یوه زړه بوږنونکې پېښه ده او په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

نامرد دښمن یوازې درې کسان ونه وژل، بلکې د شهیدانو شویو تور سرو ترڅنګ یې په یوه مرمۍ د نیم افغانستان په ځانګړي ډول د رسنیو کور د غم په ټغر کېناوه، خو تر ټولو بده دا چې د حکومت لخوا دا ټوله غمیزه چې نیم افغانستان یې غمجن کړی، یوازې په د غندنې په یوه لنډه اعلامیه پای ته ورسېده او غني د پېښې د څېړلو امر وکړ.

هلته بیا د ننګرهار بې کفایته چارواکو د خلکو د احساساتو د کنټرول په خاطر د یوه نابلده سړي، چې خدای خبر چېرته به یې نیولی وي او یا به یې د نمایش او تمثیل په خاطر له زندانه راویستلی وي، عکسونه رسنیز کړل، چې ګواکې د پېښې عامل مو ونیوه؛ که په رښتیا د پېښې د عامل نیول شوي وي، تر دې خو د پېښې مخنیوی مهم و، ځکه په ننګرهار ښار کې د استخابراتي او کشفي ارګانونو پریمانه کسان ګمارل شوي دي.

دوی دا هر څه د ولس د غولونې لپاره کوي او غواړي په یو ډول خپلې بې کفایتۍ او تېروتنې توجیه کړي، خو ولس اوس پوه شوی او دا یې درک کړې چې اوسنی حکومت د افغانانو د وینو په قیمت چلېږي، هغه وینې چې ارګ مېشتي یې د خپل واک د غځولو لپاره په بې رحمانه شکل د توېیدو ننداره کوي.

یوازې د ننګرهار نننۍ غمیزه نه ده، د هېواد هر ولایت کې هره ورځ دا ډول غمیزې رامنځته کېږي، چې په لنډه اعلامیه پای ته ورسېږي او د پېښې د څېړلو هدایت وشي؛ بده یې لا دا چې د غندنې په پیغامونو کې بیا دا ورسره بدرګه کړي، چې بزدل دښمن په بې رحمانه شکل د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو ته دوام ورکړی، حال دا چې همدا هدفي وژنې له څو میاشتو راهیسې په سیستماتیکه بڼه په ټول هېواد کې پيل شوې دي، چې د چارو شنونکي د حکومت دننه یوه کړۍ پکې دخیله بولي.

سړی حیران دې ته شي، چې زموږ وضعیت څنګه په دومره بې کفایته چارواکو کې د لیبیا، عراق او سوریې په شان نه دی، دا د دې کړېدلیو میندو او یتیمو ماشومانو برکت دی، چې تر اوسه ژوند کوو، که امنیتي چارواکي او حتی د کشفي او استخباراتي ارګانونو کارکوونکي خو په خپلو مزو او عیشو کې ډوب دي، زموږ څه غم ورسره دی.

که حکومت غواړي چې نور خپل بایللی حیثیت بېرته پیدا کړي او د خلکو له نیوکو ځان خلاص کړي، باید په امنیتي ادارو کې هر اړخیز تغییرات راولي او ټول بې کفایته چارواکي او منسوبین په ځانګړي ډول د کشفي او استخباراتي ادارو اړوند کارکوونکي په لویو ښارونو کې له دندو ګوښه او پر ځای یې ژمن، ولس او خاورې ته وفادار او په ملي او اسلامي روحیه سمبال کسان وګماري، تر څو حداقل یو څه خو د خلکو ژوند تضمین شوی وي.

همدارنګه باید د هغو خبریالانو، مدني فعالانو او مطرح شخصیتونو، چې په دې وروستیو کې شهیدان شوي دي، د پېښو عاملین په عام محضر کې په خپله سزا ورسوي، تر څو بیا ورته پېښې تکرار نه شي، که داسې نه کوي، بیا واضح خبره ده چې دا ټولې کړنې د حکومت دننه کړۍ لخوا طرح شوې او په بې رحمانه توګه عملي کېږي.

ولس ته پکار ده چې د حکومت د چوپتیا او نه اقدام په صورت کې نور په تشو غندنو ونه غولېږي او پراخ تضاهرات پیل کړي، تر څو پر ارګ مېشتو د فشار راوړلو له لارې امنیتي او کشفي ارګانونو کې تغییرات رامنځته او د ژوند پر وړاندې شته ګواښونه یې تر یو حده له منځه ولاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.