fbpx

د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق حکومتي نه دی

د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق سیاسي، حکومتي او مذهبي نه، بلکې یو خپلواک صندوق دی.

څو ورځې وړاندې  ولسمشر له خپل شخصي جیب څخه د ژرونالېستانو مالي ملاتړ صندوق ته )۵( ملیونه افغانۍ ورکړې او پر دې سربېره يې ماليې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې هر کال یاد صندوق ته (۱۰) ملیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړي.

دلته د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق مسوولینو په یوې خبري ناسته کې د ولسمشر له دې کاره په مننې سره وویل، د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق سیاسي، حکومتي او مذهبي نه، بلکې یو خپلواک صندوق دی او هېچاپورې تړلی نه دی.

په ناسته کې د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق بنسټګر په هېواد کې د ژورنالېستانو پر وضعیت اندېښنه وښوده او له سوداګرو يې هيله وکړه چې له ياد صندوق سره مرسته وکړي.

ولسمشر د ژورنالېستانو مالي ملاتړ صندوق ته په داسې حال کې (۵) ملیونه افغانۍ ورکوي، چې لا هم ژورنالېستان له اقتصادي، امنیتي ستونزو او د رسنیو مسولینو له لوري د ناسم اخلاقي چلند سره مخ دي.

Loading...