The news is by your side.

ما هم وغندله!

خبريال وېبپاڼه: د ننګرهار د تيرې ورځې پيښه زه هم د يو افغان په حيث او د خپل مظلوم ولس سره د غم شريکۍ لپاره غندم.

زه يې هم غندم، ته يې هم غندې، د افغان ټول ولس يې هم غندې، ولسمشر يې هم غندې، د ملي مصالحي عالي شورا رئيس يې هم غندې، نړيوالې ټولني يې هم غندې، د حکومت نور چارواکي يې هم غندې!

نو، زموږ او ددوې ترمنځ توپير په څه شو؟

حکومت بايد د غندلو پرځای عملې لاس پکار شي حکومت او نړيواې ټولني ټول صلاحيتونه او قانون لري خو ددې هر څه سره سره هم له بده مرغه دوې دومره ناچاره دی چې تش غندلو ته يې مخه کړي.

په غندلو هيڅ هم نه کيږي حکومت بايد نور د د ژورنالستانو نيول شوي قاتلين اعدام او د پيښو د مخنيوي لپاره جدې تدابير ونيول شي.

د ننګرهار د تيرې ورځې پيښې افغان ولس سخت په غوسه کړی، بلخوا د حکومت بی غورۍ هم خلک په حکومت بې باوره کړي.

که چيري حکومت غواړې چې د افغان ولس باور بېرته ترلاسه کړي نو د تېري ورځي عاملين دې د افغان او په تيره بيا د ننګرهار د سترګو په وړاندې د نيولو وروسته مجازات کړي

د حکومت لوړ پوړې دولتي او امنيتي چارواکي ددې پرځای چې د پيښو مخنيوی وکړي او د پيښو عاملين ونيسي، غندلو ته يې مخه کړي.

څه شو هغه د الياس داعی قاتلين، څه شول هغه د ملالۍ ميوند قاتلين!

که چيري حکومت د ژورنالستانو او مدني فعالانو ټول نيول شوي مجرمين په اعدام محکوم کړي نو همدا يې د حل لاره ده ترڅو د هدفي وژنو مخنيوی وشي.

حکومت بايد په خپلو زندانونو کې په هدفي وژنو کې ښکيل کسانو باندې خپله ډوډۍ خلاصه نکړي او په اعدام يې محکوم کړي.

چيرته دی اساسي قانون، چيرته دي د بيان ازادۍ ملاتړ کوونکي!

بلخوا حکومت هم د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.

د ننګرهار والي ويل چې د ملالۍ ميوند قاتلين يې نيولي دي.

ولې د ملالۍ ميوند قاتلين ولس ته ونه ښودل شول؟ ولې د ملالۍ ميوند قاتلين د ولس د سترګو مخکې مجازات نه شول؟

ژورنالستان بايد د سياست او په هيواد کې د روانو حالاتو ښکار نه شي.

دښمن هم نه شي کولی چې په خپلو دا ډول کړنو سره د بيان ازادۍ او د رسنيو ږغ خاموش کړي.

ژورنالست د خپلو موخو لپاره مه قرباني کوئ، د ژورنالست ږغ مه غلی کوئ، ای نامرده دښمنه ژورنالست ډير عاجز دی ته يې هم د خپلو موخو لپاره مه وژنه.

ژورنالستان د ټولني ږغ دی بايد ژوند ته يې جدې پاملرنه وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance