The news is by your side.

د شهیدو خبریالانو قاتل نه دی نیول شوی

خبریال وېبپانه/ سره له دې چې د ننګرهار امنیه قوماندان تېره ورځ وویل چې انعکاس تلویزون د شهیدانو شویو کارکوونکو قاتل یې نیولی، خو د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نن وايي چې امنیتي ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې د یادې پېښې عامل ونیسي.

د ننګرهار والي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په امنیتي غونډه کې یې مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د وروستۍ پېښې عاملین ونیسي او که یې ونه نیول نو له دندې دې استعفا ورکړي.

امرخېل دا هم ویلي چې د جلال اباد ښار د ګڼو امنیتي حوزو ځينې منسوبین یې بدل کړي او دغه راز تر دې وروسته چې په هره سیمه کې کومه پېښه رامنځ ته کېږي د همغه سیمې امنیتي منصوبین به یې په اړه ځواب ویونکي وي.

پرون قوماندان وویل چې د پېښې قاتل نیول شوی او نن بیا والي وايي چې مسوولینو ته د قاتل د نیولو سپارښتنه شوې، چې دا د دوی د څرګندونو ترمنځ ښکاره ټکر دی.

باور دا دی چې تېره ورځ د ننګرهار امنیه قوماندان غوښتل د ولس احساسات کنټرول کړي او خپله زړورتیا ثابته کړي، خو خبر نه و چې پخپل رنګ کې به کوټ خوري او د درواغو مزل به یې دومره لنډېږي، چې حتی والي به پرې شاهدي وايي.

د شنونکو په باور، د داسې یوې زړه بوږنونکې پېښې په اړه چې نیم افغانستان پرې غمجن دی، د یوه ولایت د مهمو چارواکو دا ډول ضد او نقیص څرګندونې پر حکومت د ولس باور نور هم پیکه کوي.

د حکومت تبلیغاتي دستګاه هسې فلج ده، د ولایتونو مهم چارواکي باید د مهمو پېښو مسایلو په اړه یو تر بله همږغي ولري او نظر یې یو وي، نه دا چې خبرې یې د ځمکې او اسمان په اندازه سره ټکر ولري.

حکومت تل هڅه کړې چې د غندنو د څو کرښو اعلامیو او درواغو د ولس احساسات کنترول کړي، خو ولس نور پوه شوی او د چارواکو په درواغو نه غولېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.