The news is by your side.

سړي داسې ښځې نه خوښوي

خبریال ویبپاڼه: په ګډ ژوند کې د ښځو ځینې داسې خویونه دي، چې سړي له ځان څخه زړه توری کوي. او یا هم د دې لامل کېږي چې یوه اړیکه سسته شي.

دا چې سړي کومې ښځې نه خوښوي  په دې لیکنه کې یې ولولئ:

۱ـ هغه ښځه چې خپل خاوند له نورو سره پرتله کوي:

د ټولو ښځو ترمنځ دا یو ډېر بد عادت ده چې خپله اړیکه او خپل له نورو سره پرتله کوي، د بېلګې په ډول:زما د خور خاوند خپلې مېرمن ته هره میاشت ښکې جامې اخلي خو زما خاوند داسې نه ده، زما د لېوره ښځې ته یې خاوند د سرو زرو ګوتمۍ اخیستې خو ماته مې خاوند څه نه دي اخیستي….

او نور داسې په زرهاوو بېلګې یادولی شو چې ښځې پرې خپله سپېڅلې اړیکه خرابوي. او کله یې چې خاوند د کور دروازه نه وي راخلاصه کړې نو خپل بد چلند پيل کړي او د دې پېغور ورکوي چې د نورو خاوند ته او دما خاوند ته ګوره.

په داسې حال کې چې کله خاوند کور ته راشي نو لومړۍ باید ښځه په ډېر نرمښت خبرې وکړي او ډېر ورین تندی یې نیولی وي، ځکه خاوند مو له کار او دندې څخه ستړی کور ته راځي نو که چېرې تاسې له کور څخه بهر هم اوسئ نو د خاوند له راتللو مخکې کور ته راشئ او د هغه لپاره ښکې جامې، ښکلی سینګار وکړئ او یو پیاله چای یا جوس ورته چمتو کړئ، تر څو د ورځې ستړیا پرې وباسلي، او له بلې خوا به مو د خاوند په زړه کې خپل اصلي ځای موندلی وي.

۲ـ په خاوند باندې شک کول

شګ داسې شی ده چې جوره اړیکه به ورته پایښت ونه مومي.او له بده مرغه شک داسې شی ده چې که یو ځل یې په لاره لاړې نور درته هر څه ستاسو د شک سره برابر خېژي. نو کوښښ وکړئ چې هېڅ کله شک ونه کړئ، کله چېرې په زړه کې مو ډېره وړه خبره هم پیدا شوه نو له خاوند سره مو دا خبره شریکه کړئ. ځکه همدا وړې خبرې د دې لامل کېږي چې ستاسو اړیکه ورانه او سره بېل شئ.

۳ـ خاوند یوازې پرېښودل

هر سړی دې ته اړیتا لري چې کله نا کله یوازې اوسي، نو د دې کوښښ مه کوئ چې تل مو د خاوند شا ونیسئ او هغه هېڅ کله یوازې پرېنږدئ. بلکې ځينې وختونه  ورته د ده وخت ورته د ده وخت ورکړئ چې تاسو پسې پتنګ شي، فکر وکړي، د خپلو ستونزو په اړه د حل لارې ولټوي او د ښه ژوند او ستاسو د زړه ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

۴ـد خپل خاوند سره بې دلیله جنګ کول

ښځې دا عادت لري چې په خپل خاوند باندې ناز وکړي خو په طریقه یې نه پوهېږي.د همدې لپاره کوښښ کوي چې جنګ وکړي او یوه خبره لویه کړي چې بیا وروسته یې تاسې ورته زارئ وکړئ او پخلا یې کړئ.

تقریبا ډېری ښځې همدا عادت لري خو دې ته باید پام وکړي چې له حده ډېر جنګ کول مو د خاوند زړه له تاسو توروئ. نو په داسې خبره ناز وکړئ چې خاوند مو هم پرې خپه نشي.

لیکنه مریم صدیقی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.