The news is by your side.

بایډن د افغانستان کوم دریځ اعلان کړ؟

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان له جګړې شاوخوا دو لسیزې تیریږي چې د لته دوی او متحدین په جګړه کې ښکېل دي روانې جګړې د امریکا زرګونه سرتیري وژلي او زیات اقتصادي مصارف هم ترې سوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اوس دې هرڅه ته فکر سوي او د خپلې تګ لارې په شکل سره يې ویلي چې دغه نه غواړي د افغانستان په ناپایه جګړه کې ښکېل سي، هغه د هېواد د ملي امنیت لنډ مهاله لارښود خپور کړی او پکښي يې دا څرګندونې کړې دي هغه ویلي امریکا نه غواړي په هغه کې  زرګونه کسان وژل سوي ښکېله سي بلکي پر دې کوښښ کوي چې دا جګړه په مسؤلانه توګه ختمه کړي، او ځان ترې وباسي.

په دې لارښود کې ټینګار سوی چې دا جګړې د وژنې ترڅڼګ ټریلیونه ډالر مصرف هم لري چې امریکايې باید پای ته ورسوي، خو دا خبره چې یاده جګړه به په مسؤلانه توګه پای ته رسوي ټينګار سوی چې افغانستان به بیرته د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي، امریکا له خپلو متحدینو سره ګډه ژمنه کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان  په هکله په داسې مهال د خپل دولت دریځ ښکاره کړ چې له یوه لوري د افغان سولې خبرې تراوسه بې پایلې پاتي او له بله پلوه روانه جګړه هره ورځ د عاموافغانو ژوند ګواښي.

د طالبانو او امریکا د هوکړي پربنسټ تر راتلوونکي مي میاشت پوري د امریکا په ګډون باید ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو داسې ښکاري چې هیڅ یوه هېواد به خپل سرتیري ونه باسي ځکه هغوی پر طالبانو شک پیدا کړی چې د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او جګړې ته يې دوام ورکړی.

د امریکا د ولسمشر په دریځ کې د مسؤلانه وتلو همدا خبره په ډاګه کوي چې په اوسنیو حالاتو کې د امریکا په ګډون ښايي له مي میاشتي وروسته هم  یو شمېر بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتي سي، ځکه د دوی له انده حالاتو ته په کتلو سره ښايي د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یوځل بیا په افغانستان کې جګړې زور واخلي او دا هېواد یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو په ځاله بدل سي خو  طالبان بیا پر دې ټینګار کوي چې بهرني سرتیري باید پر ټاکلي وخت له افغانستانه ووزي که نه وي خپلو بریدیونو ته پيل ورکوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance