The news is by your side.

حکمتیار: سبا لاریونونه کوو

خبریال ویبپاڼه/ ګل بدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي سبا به په ټول کابل کې لاریونونه کوي او مسافرو ته یې خبر ورکړ چې سبا کابل ته د څلورو دروازو څخه خبر نه سي، د ده په خبره د لاریونونو په پاي کې خپل پریکړه لیک لولي او دولت ته لس ورځې وخت ورکوي او کچیري عمل پرې و نه سي نو پراخ لاریونونه به وکړي

په افغانستان کې د اسلامي حزب مشر ګل بدین حکمتیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوسني حکومت پرځای باید یو ټولشموله موقت حکومت رامنځ ته سي ترڅو روانې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

حکمتیا ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترسوې هوکړې له مخې باید ټول بهرنیان له افغانستانه ووزي او په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځ ته سي ټولو لورو ته د متلو وړ وي.

هغه بیا هم ټینګار وکړ چې لاریونونو لپاره یې چمتوالی نیولی او په دې هکله يې له زرګونو کسانو سره خبرې کړې دي نوموړي د سولې اوسنۍ پروسه ناکامه وبلله او زیاته يې کړه چې سبا به لاریون ولري.

ګل بدین حکمتیا شل کاله وړاندې د بن کنفرانس د روانو جګړو بنیاد کښېښود نو ځکه له همدې امله یوځل بیا داسې څه تکرار نسي چې پریکړه يې د بن کنفرانس غوندي وي.

ګل بدین حکمتیار تر دې وړاندې یو ځل ارګ محاصره کاوه چې وروسته بیا له خپلې پریکړي تیر او ځان يې د  کابل څلورو دروازو ته ورساوه.

سبا د لاریون تاوان چاته رسیږي؟

کچیري سبا د ګل بدین حکمتیا له لوري په کابل یاهم د کابل په دروازو کې لاریون ترسره کیږي نو لوی زیان چې ده په خپله اعتراف وکړ، چې مسافر دي سفر نکوي عامو خلکو ته رسیږي د هغوی ناروغان اونورې  چارې په ټپه دریږي که څه هم ګل بدین حکمتیار د خلکو هوسا کیدلو په دعوه یاد لاریونونه کوي خو لومړی  او مستقیم تاوان يې عامو خلکو ته رسیږي.

تراوسه پوري دولت د سبا لاریونونو په هکله څه نه دي ویلي، خو  د معمول سره سم به یوځل سیا بیا په کابل کې لارې بندي وحشت خپور او ترټولو بیوزله خلک له زیاتو ستونزو سره مخ وي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.