The news is by your side.

د پاکستان سوداګريز ليګ تر نامعلومه نيټې وځنډويډ.

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د پاکستان سوداګريز ليګ شپږم پړاو سيالۍ په ليګ کې د ځينو لوبغاړو د کرونا مثبتو پيښو له امله تر نامعلومې نيټې وځنډول شوي.

د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان په سوداګريز ليګ کې د لوبډلو مالکانو ترمنځ په ژوندۍ (انلاين) غونډ کې پريکړه شوي چې د پاکستان سوداګريز ليګ د کرونا وبا د مثبتو پيښو له امله به تر نا معلومې نيټې وځنډول شي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سوداګريز ليګ کې د اسلام اباد يونايټډ او کويټه ګليډ اېټرز لوبډلو ترمنځ د لوبي مخکې په يوه لوبغاړې کې د کرونا مثبتې پيښې له امله د هغوي لوبه وځنډول شوه.

د هغې وروسته په ليګ کې د درې نورو لوبغاړو هم د کرونا ټيسټونه مثبت راووتل.

د هغې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان د سوداګريز ليګ مالکانو په انلاين غونډه کې پريکړه وکړه چې د پاکستان سوداګريز ليګ شپږم پړاو سيالۍ به ودرول شي.

دپاکستان سوداګريز ليګ شپږم پړاو سيالۍ د روان زيږديز کال د فبروری په شلمه نيټه پيل شوي او تراوسه پکې ۱۴ لوبي شوي، خو اوس د کرونا وبا له کبله ودرول شوي.

د پاکستان د کرکټ چارواکي وايې، د پاکستان سوداګريز ليګ په اړه به نورې غونډي هم وشي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايې، د هغه لوبغاړو چې د کرونا ټيسټونه يې مثبت وتلي له لوبډلو جدا او د لس ورځو لپاره يې د قرنطين دوره پيل شوه.

د پاکستان سوداګريز ليګ په شپږم پړاو سياليو کې د پيښور زلمو، کويټه ګليډ اېټرز، اسلام اباد يونايټډ، ملتان، سلطان، کراچي کينګز، او لاهور قلندرز لوبډلي لوبيږي.

د پاکستان کرکټ بورډ له نه دې ويلي چې د کرونا مثبتي پيښې په داخلي لوبغاړو کې ثبت شوي يا هم په بهرنيو لوبغاړو کې!

ځکه د پاکستان سوداګريز ليګ کې د داخلي لوبغاړو ترڅنګ ګڼ شمير بهرني لوبغاړي هم لوبيږي چې په کې افغان لوبغاړې هم شتون لري.

د افغان لوبغاړو له منځه محمد نبي عيسی خيل، مجيب الرحمن ځدران، قيس احمد هغه لوبغاړې دي چې د پاکستان شپږم پړاو سوداګريزو لوبو کې لوبيږي.

راشد خان هم په سږني پې سې ايل کې شتون درلود خو د زمبابوي په خلاف د افغان لوبډلي د لوبو لپاره يې د پې سې ايل سره مخه ښه وکړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.