The news is by your side.

د ۱۳۰۰کسانو له منځه يو نجلۍ لومړی مقام ګټلی

خبريال ويبپاڼه/ زابل کې د رڼا مدني ټولنې له لوري د

 سيرتنبي ص سيالۍترسره سوې چې يوه نجلۍ وتوانيده د ډير نمرو په درلودلو سره لومړی مقام وګټي

په دې مناسبت د کلات د غونډو تالار کې غونډه جوړه سوې وه چې پکښي د ښوونځيو زده کوونکو ښوونکو عامو خلکو او د يادې ټولې غړو ګډون کړی وو.

غونډې ته د رڼا مدني ټولنې مشر. روح الله حکيمي وويل چې د مطالعې د دود، کتاب لوستنې د رواجولو او ځوانانو هڅولو په موخه يې دا سيالۍ جوړې کړې، چې ۱۳۰۰ کسانو پکښې ګډون وکړ، چې رويا مرسل وتوانيده د پارچې د شلو نمرو په حلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړي.

د ده په خبره د دې سياليو لومړي مقام ته پنځلس، او تر پنځم مقامه پوري چې دوه نيم زره افغانۍ وې ورکول سوې.

د مالوماتو له مخې په پنځه مقامونو کې درې ځوانان او دوه نجونې راغلې وې.

د سوالونو کتلو کمېټې مسول عصمت الله عمري د خوښي په ښودلو سره وويل چې داسې او دې ته ورته سيالۍ کولی سي چې ځوانان مطالعې، او کتاب لوستنې ته وهڅوي او له دې لارې کولی سو چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت رسول اکرم ص له ژونده مبارزې او هڅو څخه خبر سي، له نيکه مرغه چې په دې ازموينو کې يوې خور وکولای سول چې لومړی مقام ترلاسه کړي چې مبارکی ورته وایو.

د سياليو يوه ګډون کوونکو وويل چې زيات زيار يې ايستل او د مطالعې پر مټ يې په دې سیالیو کې ګډون کړی د دوی په وينا زابل کې ډيرې ځوانان مطالعه کوي او د کتاب لوستنې دود خورا عام سوی چې کولای سي د زابلي ځوانانو ژوند ښه کړي.

غونډې ته قومي مشر او ديني عالم حاجي عبدالولي ولي د اسلام له نظره د سيرت زده کول او په دې برخه کې د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او ځوانان يې د عصري تعليماتو ترڅنګ ديني تعليماتو کولو ته وهڅول هغه د رڼا مدني ټولنې څخه مننه وکړه چې داسې پروګرامونه جوړوي.

زابل کې رڼا مدني ټولنه له خلکو سره د مرستې  ورزش، تعليم، مطالعې او نورو روزنيزو برخو کې پروګرامونه جوړوي چې مسولين يې لاهم خبر ورکوي چې نور ورته پروګرامونه يې پر لاره ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance