د واک تنده؛ دانش وايي، د خلیلزاد طرحه بې ګټې ده

خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، چې افغانانو د موقت حکومت ترخه تجربه لېدلې او دا ثابته ده، چې موقت حکومت د خلکو درد نه شي دوا کولی.

دانش چې د عبدالعلي مزاري په ۲۶م تلین کې خبرې کولې، وویل چې د افغانانو په غیاب کې د پردیو له لوري د نوي حکومت د جوړېدو په اړه پرېکړې او طرحې بې ګټې دي.

هغه دا خبره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري د نوي حکومت د جوړېدو په اړه افغان چارواکو ته د سپارل شوې طرحې ته په اشارې کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې دا طرحه د پردیو له لوري جوړه شوې او د افغانانو لپاره داسې کوم پیغام نه لري چې څلوېښت کلن ناورین دې ختم شي.

سرور دانش ویلي چې طالبانو د سولې نیت نه لري، ځکه تر اوسه یې کوم ښه نیت نه دی څرګندی کړی او په وینا یې همدې ته په کتو نباید سوله د نظام او نظام د سولې قرباني شي.

د هغه په خبره، افغان دولت هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره له هر ډول منطقي او معقولې طرحې ملاتړ کوي او داسې سوله نه غواړي چې نظام یې قرباني شي.

د ولسمشر دویم مرستیال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زلمي خلیلزاد د انتقالي دولت یوه طرحه له افغان سیاسون او چارواکو سره شریکه کړې ده.

دا چې د یادې طرحې د تطبیق امکان څومره دی، شرایط په پرېکړه کوي، خو افغانان تر بل هر څه د وینې درېدو ته اړتیا لري، هغه که د اوسني حکومت، چې غني او ټیم یې د جمهوریت په نوم د تداوم لپاره دواړه پښې په یوه موزه کړې ورکړې دي، په بیه وي او یا د موقت حکومت.

که چېرته اوسنی حکومت د موقت حکومت مخالفت کوي او په دې سره د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، نو باید افغانانو ته داسې معقوله او په ملي ګټو سمباله طرحه هم ولري چې تطبیق یې څلوېښت کلن جنګ ختم کړي.

خو دا چې غني او ډله یې نه د جګړې د ختمېدو طرحه لري او نه د سولې د پروسې د بریا اراده، دا واضح کوي، چې غني د جمهوریت د دوام په نوم یوازې او یوازې د خپل قدرت غځول غواړي، هغه قدرت چې دا څو کاله د افغانانو په وینو چلېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More