The news is by your side.

 حکمتیار وايي، هدفي وژنې د حکومت د ترهګریزې ډلې لخوا کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او دغه کار یې د حکومت دننه د یوې ترهګریزې ډلې بللی دی.

هغه نن پنجشنبه خبریالانو ته ویلي چې په کابل ښار او یو شمېر لویو ولایتونو کې د حکومت دننه د یوې ځانګړې کړۍ لخوا د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې ده، چې د پردیو په اشاره دیني علما او د قلم او خبرې خاوندان په نښه کوي.

حکمتیار زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې داسې کسان په نښه کېږي، چې د سولې طرفدار وي او د جګړې مخالف، چې دا د هر ډول قوانینو خلاف ترهګریز عمل دی.

که څه هم حکمتیار وضاحت نه دی ورکړی چې د هدفي وژنو سیستماتیکه لړۍ چا پيل کړې خو تر دې وړاندې یو شمېر د نظر خاوندانو دغه کار ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په لارښوونه د یوې حکومتي کړۍ بللی و.

د شنونکو په باور، حکومت پر طالبانو د فشار راوړلو او د دغې ډلې د بدنامولو لپاره د دا ډول وژنو لړۍ پيل کړې وي او غواړي په یو ډول نړۍوال دې ته وهڅوي، چې له امتیاز اخیستو پرته طالبان اوربند او سولې ته وهڅوي، ځکه حکومت تل ویلي چې وروستیو هدفي وژنو کې د طالبانو لاس دی، خو طالبان بیا په هدفي وژنو کې لاس لرل ردوي او پړه یې پر حکومت وراچوي.

که حکومت په رښتیا په دغو هدفي وژنو کې لاس نه لري، نو بیا ولې د دغو پېښو عاملین نه نیول کېږي یا نه په نښه کېږي، ځکه دغه ډول پېښې د حکومت تر مطلق تسلط لاندې سیمو کې کېږي او که طالب یې کوي ولې یې پر غاړه نه اخلي، ځکه طالب د خپلو ډېری وحشیانه او ترهګریزو کړنو مسوولیت اخلي.

تېره ورځ د کندز د دیني عالمانو شورا پخوانی رئیس مولوي فیض محمد فایز په کابل کې او همدا شان په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون دوه ښځینه کارکوونکې شهیدانې شوې، چې د دوهمې پېښې مسوولیت داعش واخیست، خو معلومه نه ده چې له کومه ادرسه د داعش په نوم دغه مسوولیت واخیستل شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.