The news is by your side.

پښتین: پاکستان ته به د پښتنو دښمني د سر په بیه تمامه شي

خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستان له کلونو راهیسې په لر او بر کې د پښتنو په وینو سیاست روان کړی چې ډېره سخته به ورته تمامه شي.

پښتین دا څرګندونې د یوسف علي خان د راخوشې کولو په موخه نن په کراچۍ کې د پیل شوي لاریون پر مهال وکړې او ټینګار یې وکړ، چې نور پر پښتنو ظلم او جبر د منلو وړ نه دی.

هغه ویلي چې پاکستاني حکومت له پښتنو سره د ظلم او نارووا په لړ کې دا ځل یوسف علي خان بې ګناه نیولی او که یې ژر تر ژره راخوشې نه کړي، نو په لر او بر کې به د حق نعره پورته کړي.

پښیتن ویلي چې پاکستان په ښکار توګه لر او بر کې له پښتنو سره دښمني پالي، خو دا دښمني به ورته د سر په قیمت تمامه شي، ځکه په خبره یې، پښتون چې زر کاله وروسته هم خپل غچ واخلي، بیا وايي چې بېړه مې وکړه.

د منظور پښتین په خبره، د پاکستان حکومت د پښتنو ژوند تریخ کړی او تر هغې چې ورته خپل حقه حقوق ونه رسیږي، پښتانه به د خپل حق غوښتلو مبارزه هیڅ وخت پرېنږدي او په لر او بر کې به د ازادۍ او حق چیغه پورته کوي.

نوموړي په لر او بر کې د جګړې عمل پاکستان یاد کړی او ویلي یې دي چې تر هغو پاکستان موجود وي، امن د مرغۍ شیدې دي، خو که پاکستان پناه شو، بیا په لر او بر کې د سولي او ورورګلوي د رامنځته کېدا شونتیا زیاتېږي.

یوسف علي خان وروسته له هغې د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو، چې نوموړی د خپلې ترور جنازې ته له انګلستان څخه پاکستان ته راغلی و، خو پاکستاني حکومت هغه ونیوه او تور یې پرې لګولی، چې نوموړي د پاکستان خلاف کرکه خپروله.

تر دې وړاندې هم پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د محکومو پښتنو مشرانو څو څو ځله نیولي چې ځینې یې ژر خوشې کړي او ځینې یې په ناعادلانه توګه بندیان ساتلي دي.

د بندیانو له ډلې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر لا هم د پنجاب په زندان کې شپې سبا کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.