The news is by your side.

د نن اندېښنه د سبا ناورین؛ کابل کې اوبه په کمېدو دي

خبریال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې سږ کال په ټول هېواد کې اورښتونه کم وشل، په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټیټوالي حکومت اندېښمن کړی او دا وېره لري، چې دغه ستونزه سبا په لوی ناورین بدله نه شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له دفتره په خپره ‌شوې بیانیه کې ویل شوي، چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه مخ په ټیټېدو دي او دا د راتلونکي لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

 صالح د اوبو کچې د ټیټوالي ستر لاملونه په ښار کې زیات نفوس او له اوبو څخه ناسمه استفاده ګڼلې؛ هغه څه چې تر بل هر څه په کابل ښار کې لیدل کېږي.

هغه د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو بل لامل د لوړو او غیرمعیاري ودانیو جوړول یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې حکومت به د دغو ماڼیو په مالکانو درنې جریمې وضع کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې په تېره یوه لسیزه کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه کچه په اوسط ډول ۱۲ متره ټیټې شوې، خو د خیرخانې مېنې سیمه، چې اوبه پکې ۴۵ متره ټیټې شوې، د اوبو د کمښت له جدي ګواښ سره مخ ده.

افغان حکومت همدارنګه له ټولو کابل‌مېشتو غوښتي، چې د اوبو له ناسمې استفادې څخه ډډه وکړي، خو پخپله بیا د اوبو د ضایع کېدو او خرابېدو د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.

په ورته وخت کې خلک د اوبو کچې ټیټوالي له جدي اندېښنې سره مخ کړي او وايي چې د دغې چارې د مخنیوي لپاره لازمې لارې چارې ونه سنجول شي، راتلونکي کې به په ستر ګواښ بدل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی وحید ژمن خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې اوبه مهمه حیاتي ماده وبلله او ویې ویل چې د اوبو ساتنه او پالنه د حکومت او خلکو ګډ مسوولیت دی.

هغه د نیوکې په توګه وویل چې حکومت نه دی توانېدلی چې په کابل ښار کې د لویو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي او په خبره یې دغو څاګانو په کابل ښار کې د اوبو د کمښت اندېښنه زیاته کړې ده.

د کابل ښار بل اوسېدونکی ضیاالله حیدري بیا وايي، که څه هم حکومت ویلي چې په کابل ښار کې د اوبو کچې د ټیټوالي په خاطر به د تدبیر په توګه د ژورو څاګانو د کیندولو مخه نیسي، خو وايي چې ښاروالۍ او د حوزو پولیس د پیسو په بدل کې خلکو ته د ژورو څاګانو د کیندلو اجازه ورکوي.

کابل ښار کې داسې مهال د اوبو کچې د ټیټوالي اندېښنه مطرح کېږي، چې سږ کال تر اوسه اورښتونه کم شوي او د بزګرانو او باغدارانو په شمول یې کابل ښاریان اندېښمن کړي خدای مه کړه د اوبو قحطي رامنځته نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.