The news is by your side.

د عمران خان غبرګون! بزدل نه يم چې استعفا وکړم.

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان لومړې وزير عمران خان مخالفو ګوندونو ته په ځواب کې ويلي، بزدل (کم عقل) نه يم چې استعفا وکړم مقابله به کوم.

د عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه د عمران خان د استعفا غوښتوونکي دي.

خو، عمران خان د خپل حکومت مخالف ګوندونو د هغه غوښتني چې ګواکی عمران خان دې استعفا وکړي او واک دې پريږدې په غبرګون کې ويلي،

زه د خلکو په رايو سره لومړی وزير شوی يم، زه مقابله کوم او بزدل ( کم عقل) نه يم چې استعفا وکړم او واک خپلو مخالفو ګوندونو ته پريږدم.

وورسته له هغې چې په اسلام اباد کې د حکومت مهمه څوکۍ عمران خان بايلوده او د عمران خان د حکومت يو مخالف ګوند ياده څوکۍ وګټله.

اوس يوځل بيا د عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه د خان د استعفا او د هغه د واک د پريښودو غوښتوونکي شو، او دا ځل د هغه د استعفا په غوښتنه کې د مخالف ګوندونو له لورې سخت زور ښکارې.

خو، په استعفا کې د زور سره سره عمران خان د مقابلې خبره کوي او وايې استعفا نه ورکوم.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو هم په اسلام باد د کې د مخالف ګوند له لورې د مهمې څوکۍ ګټل د حکومت د مخالف ګوند کاميابي بللي او ويلي يې دي چې عمران بايد استعفا وکړي.

هيره دې نه وي چې په اسلام اباد کې مهمه څوکۍ د پاکستان پخواني لومړې وزير يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ د عمران خان د حکومت يوه مخالف ګوند ګټلي ده.

د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند مشر، د مسلم ليګ ګوند مرستياله مشره مريم نواز، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمهوري تحريک ګوند​،

او د عمران خان د حکومت ځيني نور مخالف ګوندونه هغه ګوندونه دي چې د عمران خان د استعفا غوښتوونکي دي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم يوې خبرې غونډې ته ويلي وه چې عمران خان نه تسليميږي او د پارلمان څخه به د باور وړ رايه اخلي.

خو که چيري عمران خان د پارلمان څخه د باور وړ رايه وانه خلي او بيا به خان له ډيرو ستونزو سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.