The news is by your side.

د غني خبرداری د جګړې ډیر زیان پاکستان ته رسیږي

ولسمشر محمد اشرف غني د ایکو په نوم یوه ګډې خبرې غونډې ته د افغان سولې او وروستیو بدلونونو په هکله تازه څرګندونې کړې دي او ویلي يې دي چې  که د افغان سولې پروسه ناکامیږي نو ډیر زیان يې پاکستان ته رسیږي.

د ایکو سرمشریزه کې غني  بیا هم وویل چې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول خورا مهم دی تر دې  وړاندې هم د افغان سولې لپاره د پاکستان پر مهم رول خبرې سوې.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره باید سیمه ییز تظمین موجود او موږ باوري کړي او افغانستان ته يې د سولې ثبات راتلل طلایي چانس وباله، ښاغلي غني یوځل بیا د واک لیږد د یوې قانوني مرحلي څخه یاد کړ.

د ایکو سازمان د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري چې دا يې ۱۴ سرمشریزه ترسره سوه،

د افغان سولې پر تړاو د سترو بدلونونو خبره کیږی او ویل کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوه ټولشموله حکومت جوړیدو طرحه سپارل سوې چې د افغان  دولت له لوري هم ورته د شین څراغ یادونه سوې او کیدلای سي چې دا ټولشموله طرحه افغانستان ته سوله ور په برخه کړي.

د ایکو سازمان سرمشریزه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خبرې وکړې هغه افغان سوله د سیمې په کچه لومړیتوب او اړتیا وبلله او هیله یې وښوده چې د سولې روانې هڅې او خبرې به نیتجه ورکړي.

غني تر دې وړاندې هم د پاکستان د رول په هکله ورته څرګندونې کړې وې خو پاکستان تراوسه پوري د افغان سولې پر تړاو رښتینی قدم نه دی ایښی او نه هم ورته تمه کیدلای سي، خو په دې وروستیو کې د دې هېواد د راست کیدلو خبر ورکول سوی دا چې پاکستان څه ډول کولای سي مرسته وکړي په دوی پوري اړه لري.

خو لاهم جګړه.

د پلازمینې په ګډون په یو شمېر لویو او وړو ښارونوکې هدفي وژنې، بمي چاودنې او نښتې هغه څه دي چې د راتلوونکي لپاره يې د د خلکو فکرونه پیکه کړي او نه غواړي ښه فکر وکړي ځکه تراوسه پوري په افغانستان کې د هر رنګه بدلون په او سولې پرمختګ په هکله که څه هم خبر ورکول سوی خو په افغانستان کې د جګړې ډګر همداسې تود پاتي سوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.