طالبانو د وروستيو پېښو په هکله خپل دريځ او دلايل بيان کړل
خبريال وېبپاڼه- طالبانو پخپله يوه تازه ليکنه کې د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله يو لړ څرګندونې کړې دي او په دې هلکه یې خپل دريځ وړاندې کړی دی.
طالبانو په یوه نسبتاً اوږده ليکنه کې ويلي دي چې په هېواد کې وروستي بريدونه او ناوړه کارونه صرف د يو کار لپاره ترسره کیږي چې د اشرف غني حکومت غواړي د افغانستان حالات د زړه سوي وړ وښيي او په دې ډول بهرني هېوادونه دې ته قانع کړي چې په افغانستان کې پاتې شي.
په ليکنه کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو مسولیت افغان حکومت ته راجع شوي دی او ددې ټولو مسول افغان حکومت بلل سوي دی، طالبان پخپله لیکنه کې کاږي چې په دې وروستيو کې چې کوم بریدونه کېږي دا ټول د يو پلان له مخکې کېږي چې عملي کوونکي يې حکومت دی.
ددوی په خبره کله چې يو بريد په کابل کې وشو نو فوراً یې داسې ويډيو ګانې خپرې شوې چې کوچنی ماشوم دمور سرته ناست و، بيا وروسته په جلال اباد کې بريد وسو د مرګ وروسته یې په سمدستي ډول زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره شول.
طالبان وروسته ليکي چې دا په دې مانا ده چې حکومت دا هرڅه د یوه پلان له مخکې کوي وروسته همدا انځورونه او ویډیو ګانې رسنیزه وي او نړيوالو ته ښيي چې که دوی ووزي نو په افغانستان کې دا ډول حالت رامنځته کېږي.
طالبان دوام کې ليکي چې ان په دې وروستيو کې د افغان حکومت دا ادعا کوي چې په خپلو عملياتو کې دومره د القاعده غړي نیولي دي، حال دا چې لس کاله دوی دا ډول هیڅ ادعا نه درلوده خو اوس يې تر بل هر وخت ډېره کوي ځکه اوس دوی غواړي هرې خواته لاس واچوي او ددوحې د تړون مخه ونیسي.
طالبان وروسته پخپله ليکنه کې د خلکو او نړيوالو څخه غوښتنه کوي چې د حکومت کړنې دې وګوري او ددې حکومت نه وړاندې دې نوره حوصله نکوي، دوی له نړيوالو غوښتي چې دا بريدونه دې په دقيق ډول وڅېړي او يوازې دی د رسنیو په خبره بسنه نکوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.