The news is by your side.

سرحدي ځواکونه پاکستاني ملېشو ته ګوته په ماشه دي

خبریال وېب پاڼه/په کندهار کې افغان سرحدي او دفاعي ځواکونه له سها را هیسې د پاکستاني ملېشو پر وړاندې برید ته په ماشه ولاړ دي.

د پاکستانۍ ملېشو لخوا په تپل شوې ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار غځولو پر وړاندې افغان سرحدي ځواکونو خپل لومړی درجه چمتووالی نیولی دی او که د پاکستاني ترهګر پرستې ملېشې لخوا په دغه سیمه کې د اغزن تار غځول پیل شي، افغان دفاعي او سرحدي ځواکونه به پرې برید وکړي.

نن سهار په ډیورنډ کې پاکستاني لوري د اغزن تار غځولو هڅه پیل کړه چې افغاغن سرحدي ځواکونو مداخله وکړه او ګواښ یې وک که دغې کار ته یې ادامه ورکړه له غاښ ماتوونکی ځواب سره به مخ شي، له همدې امله په سیمه کې حالت ترینګی دی او هره شېبه د برید شونتیا لیدل کېږي. افغان سرحدي ځواکونه د پاکستاني لوري پر وړاندې د برید بشپړ چمتووالي لري.

په سپین بولدک کې د  د سرحدي قواوو د ۳ لوا قومندان جنرال محمد انور انبیا وایي؛ چې پاکستاني ملېشو له سهار را هیسې هڅه پیل کړې ده چې د زاړه کلي نومې سیمه کې اغزن تار کش کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کې هم وخت ناوخت د پاکستاني ملیشو لخوا د ډیورنډ پر تپل شوې او نه منونکې کرښه باندې د اغزن تار غځولو هڅه شوې ده چې یا د افغان مېړنیو سرحدي ځواکونو او یا هم د ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوي دي.

تېر کال په خوست کې هم د ولسي خلکو لخوا پر ډیورنډ باندې غځول شوی اغزن تار سټول کړل شول او پاکستاني ملېشې یې په ولسي پاڅون سره په شا وتمبولې.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکي او ملاتړی هېواد دی چې له افغانستان سربېره د هند، ایران او یو شمېر نورو ور څېرمه هېوادونو لپاره ستر خوږی جوړ شوی دی. په افغانستان کې له طالب اورپکو سربېره د داعش، لشکر طیبه او ځینو نورو ترهګرو دلو ملاتړ کوي. هخوا هندوستان هم وخت ناوخت د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته شکایت کېږي.

په کندهار کې ولایتي چارواکي او د سرحدي ځواکونو مسؤلین د پاکستاني ملېشو پر وړاندې هر ډول یرغل ته چمتووالی لري او زیاتوي چې که مقابل لوري د زرې په اندازه هم بې پروایي وکړه، له سخت ځواب سره به مخ شي.

له همدې امله په سپین بولدک کې د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د سرحدي ځواکونو لخوا لومړۍ درجه چمتووال ینیول شوی دی او د مقابل لوري اندک تعرض ته ګوته په ماشه ولاړ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.