The news is by your side.

کورنیو چارو وزارت ١٠٠٠ پولیس افسران نیولي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت زر تنه د پولیسو افسران له دندې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي، په تېر کال کې د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو افسرانو په ګډون له زرو څخه زیات پولیسو افسران له دندې څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور نیول شوي دي.

اندرابي زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې یو مسلکي ځواک رامنځته کړي، تر څو وکولی شي د خلکو غوښتنې پوره کړي او له دندې څخه ناوړه ګټنې د زغملو وړ نه دي.

مخکې په دغه وزارت کې د اختلاس، بډو او له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړې وې.

څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي و، چې د پولیسو په رهبرۍ کې د ځوانو قوماندانانو په ګومارلو سره، د اعاشې د پیسو او په جګړه کې د مهماتو د بې‌ځایه مصرفولو مخنیوی شوی دی.

د اندرابي پر وینا د پولیسو ځوانې رهبرۍ په روان کال کې د اعاشې له څانګې څخه شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ سپمولي دي.

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تجهیزاتو او پوځي وسایطو په اړه د محاسبې نشتوالی یو له هغو ستونزو ده، چې په کور دننه او بهر یې په اړه تل انتقادونه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د راوستلو خبرې کوي چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني دغه وزارت د فساد زړه بللی و او په دغه وزارت کې یې پر جدي اصلاحاتو ټینګار کړی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.