The news is by your side.

ملي امنیت د داعش دوه نور خارجي اتباع نیولي

خبریال وېب پاڼه/ملي امنیت په خپله تازه خبرپاڼه کې وایي چې د داعش ډلې دوه نور مهم غړي چې له بهرنیو ملکونو څخه دي، نیولي.

دغه دوه کسان چې یو یې د محمد تنویر په نوم دی له بنګله دېش هېواد څخه دی او دویم یې علي محمد نومېږي چې ه پاکستان سره تعلق لري. تر دې وړاندې ملي امنیت د دغې ترهګرې ډلې د خراسان برخې مسؤل هم نیولی ؤ.

د اسلم فاروقي په نوم د داهش ترهګرې ډلې د خراسان برخې مسؤل د پاکستان دی او دوه ورځ وړاندې د پاکستان څارګرې ادارې د دغې وسلوال اروپکي د ورسپارلو غوښتنه هم کړې وه چې افغان حکومت یې غوښشتنه رد کړه او ورته ویلي یې وو چې یاد شوي ترهګر ته به د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې سزا ورکول کېږي.

د ملي امنیت پخواني رییس او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند نبیل هم اسلم فاروقي د آی آېس ای څارګرې ادارې مهم غړی بللی ؤ او زیاته کړې یې وه چې که حکومت یې پاکستان ته د ورکولو تېروتنه وکړي، دا به یوه نه جبرانېدونکې اشتباه وي. نوموړي همداراز ویلي وو چې پاکستان هڅه کوي په هره ممکنه لاره اسلم فاروقي د حکومت له منګولو خلاص کړي ځکه که افغان حکومت پر دغه ترهګر اورپکي فشار زیات کړي ښایي د آی اېس آی څارګرې ادارې هغه رازونه افشا شي چې دوی له څومره وسلوالو اورپکو سره همکاري کوي.

ښاغلي نبیل وړاندې په ځلونو ویلي دي چې د پاکستان څارګرې ادارې د لشکر طیبه، طالبانو، داعش او ځینو نورو ترهګرو مالي او مادي ملاتړ کوي او په افغانستان کې د ټولو بدمرغیو تر شا د دوی لاس شته دی.

پاکستان تل په افغانستان او یمه کې د ترهګرۍ په ترویج او ملاتړ تورن شوی دی. له افغانستان هخوا هندوستان هم له پاکستان څخه ورته شکایت لري چې له دغې هېواد سره په سرحدي سیمو کې د پاکستان لخوا ترهګر روزل کېږي او بیا د دوی پر وړاندې ترهګریزو بریدونو ته هڅول کېږي.

عام افغانان د ملي امنیت وروستیو هڅو ته خوشاله برېښي او تمه لري چې د داعش ترهګرې ډلې په له منځه وړلو او دغه راز د طالب اورپکو سره په سولې کولو به افغانستان یوې سرتاسري سولې ته ورسېږي.

افغان حکومت اوس د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او بریالي کېدو په پار له امریکا سره د طالبانو د شوې هوکړې له مخې د دغې وسلوالې ډلې بندیان خوشي کوي چې نن یې هم د دریم ځل لپاره ۱۰۰ طالب بندیان خوشي کړل. دې سره تر دې دمه حکومت د طالب اورپکو ۳۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.